قازه – Goose

هر توپیر لرونکی ډول چې دروند قوي بدن لري، د اوبو مارغان دي. متوسطه بدن لري د بدن وزن اوکچه ېې د سوان نه وړوکی او له غټو مرغاویو غټ ده. یو نسل ېې د انسېر په نامه یادیږي چې ډېر خلک ورته خړې قازې وایي. بل نسل ېې برانتا په نامه ده او خلک ېې د تورو قازو په نامه پېژني. د کورنۍ نوم ېې اناتیدای ده. په شمالي نیمه کره کې دکانډا قازې (کاناډینسیز)، دسپینې سینې قازې (ایري تروپوس او البیفرونز) برنکل قازې (لیوکوپسیس) اود واورې قازې (چېن کایرولېسینس) ژوند کوي.
د نر او ښځې رنګ ېې کوم توپیر نلري دواړه یو ډول رنګونه لري، نر ېې له ښځې په کچه کې غټ وي.
د قازو غاړه له بدن نه لنډه وي د هیلۍ په پرتله پښې ېې د بدن په مخکې برخه کې وي او په همدې وجه له هیلۍ او سوان بهتر قدم وهلی شي. کله چې د خطر سیګنال یو بل ته ورکوي نو نر او ښځه دواړه ېې په لوړ غږ نارې وهي. کله چې په غصه شي د غاړې بڼکې لړزوي او یا ښوروي. تل لویه ډله ګرځي خپله کې د سېل په څېر راغونډیږي. ساده ډوله ځاله د ځمکې په سر جوړوي، سپین رنګه هګۍ لري او په یو مېاشتې کې بچیان کیږي. په هګیو د کیناستو په وخت کې نر د پیرې لپاره دریږي او ښځینه ېې په هګیو کیني. د اولني اوړي لپاره ېې بچي له مور او پلار سره یوځای وي له هغې وروسته ځانته ژوند غوره کوي. قازې تقریبا له ۱۰ تر ۱۵ کالو پورې ژوند کوي.
دا مرغان کډوال دي او د فصل له بدلېدو سره خپل د استوګنې ځای بدلوي. د ځای بدلولو په وخت کې ډېرې جګې الوزي او په هوا کې ېې سېل د ۷ شکل جوړوي. په دې وجه د ۷ شکل جوړوي تر څو د وزر وهلو په ذریعه له تولید شوي هوا ګټه پورته کړي.

د ۱۱،۰۰۰ تر ۴،۰۰۰ کلونو پخوا تر منځ د قازو کورني کېدل پېل شول. ۳،۰۰۰ کاله وړاندې مصر ته انتقال شوې. اوسنۍ قازې له ګرېلګ (انسېر) کورنۍ دي. داسیا قازې ګمان کیږي چې مونوګاموس له کورنۍ وي او کورنۍ قازې دپولي ګاموس له کورنۍ دي. د قازې په څېر نور مارغان هم شته چې د قازې نوم ورته اخیستل کیږي. دغو مارغانو ته ماګپای چې انسېراناس دي نوم هم اخیستل کیږي. 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons