لامېر ګایر – Lammergeier

لامېر ګایر (Gypaetus barbatus)عقاب ته ورته جسد خوړونکي د زړې نړۍ مرغان دي، د کورنۍ نوم ېې اکیسپیټریډای ده. تر یو متر پورې اوږدوالی لري، تر ۳ متره پورې ېې وزرونه خپریږي، د پاسه برخې رنګ ېې نصواري ده، لاندې برخه ېې غنم رنګه ده. ډبله مښوکه لري، د ډبرو په راوتلې برخه کې ځاله جوړوي، یوه یا دوه هګۍ کوي او د هګۍ اوږدوالی ېې تقریبا تر ۱۰ سانتي متره پورې وي. د مردارو شوو حیواناتو د جسد هډوکي خوري. او د خوړلو لپاره یو ځل تر ۸۰ متره لوړوالي پورې ځان سره په منګولو کې وړي او له دې لوړوالي ېې په ډبرو راغورزوي چې مات شي بیا ېې له ټوټو ځان تغذیه کوي.


Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons