لمریزې وړانګې او تودوخه – Solar Radiation And Temperature

د هوا د تودوخې سرچینه له لمر څخه د وړانګو جذب ده. دا وړانګې په ډېر څه اغیز کوي چې له دې ډلې سمندر، فضا او ځمکه هم دي او بېرته همدې وړانګو ته د دوي لخوا د شکل تغیر هم ورکول کیږي. په لمریزو وړانګو کې تغیر په اقلیم خپل اغیز لري او په همدې وجه تر ټول لومړی په لمریزو وړانګو بحث کوو. 
په لمر کې هستوي اتحاد (Nuclear fusion) خورا زېاته انرژي خپروي کومه چې ډېره ورو د لمر سطحې ته انتقالیږي او د لمر له سطحې د فضا په لور د وړانګو په توګه خپریږي. سیارې د دې انرژي مخه ډب کوي او په هرې سیارې د دې وړانګو د غورزېدلو کچه د سیارې له کچې او له لمر سره فاصلې پورې تړاو لري. د ځمکې د مدار د کم بیضویت له وجې کومه لمریزه انرژي چې ځمکه جذب کوي څه کمه یا زېاته ±۳.۴ % په ټول کال کې ده. د دې انرژي کچه تر ټولو وختونو په جنوري کې زېاته وي ځکه چې په دې میاشت کې ځمکه لمر ته نږدې وي. د دې انرژي ۳۱ % نه کاریږي بلکې بېرته فضا ته خپریږي او پاتې برخه ېې دکرې د فعالیتونو لپاره کافي ده.

زېاتې سطحې لمر ته عمودي ندي او کومه انرژي چې اخذ کوي د ( solar elevation angle) سره تړاو لري. — حد اکثر زاویه ۹۰° ده تر څو لمر له پاسه په سطحې وغورزیږي. — دا زاویه په سیستماتیک شکل سره په عرض البلدونو یا جغرافیايي عرض کې تغیر کوي، د کال په ځنې مودو کې تغیر کوي، د ورځې په وختونو کې تغیر کوي.


کله چې د لمر د لوړوالي زاویه کمه وي نو لمریزه انرژي کمه وي ځکه چې دغه انرژي په پراخه سیمه کې خپریږي نو د لمر د زاوېې په لوړوالي کې تغیر یو ځانګړی لامل ده چې په عرض البلد کې اقلیم ټاکي. بل فکتور ېې د ورځې د رڼا اوږدوالی ده. 

لمریزه انرژي چې د فضا سر ته راورسیږي په منځۍ توګه ۴۶% د ځمکې سطحه جذب کوي خو دا نرخ په هر ځای کې توپیر کوي چې توپیر ېې د هر وخت د ورېځې شتون، د ځمکې د سطحې هواروالي او لوړوالي سره تړاو لري. که چېرې داسې سیمه وي چې هر وخت ورېځي وي د انرژي ډېره برخه بېرته فضا ته خپریږي او کمه برخه ېې ځمکه جذب کوي. د اوبو سطحه کمه د انعکاس وړتیا لري (۴–۱۰%) او په همدې وجه د انرژي زېاته برخه جذب کوي، د واورې سطحه د انعکاس منلو لوړه وړتیا لري (۴۰–۸۰%) او په همدې وجه د انرژي ډېره کمه برخه جذب کوي او دوړانګو ډېرې برخې ته بېرته انعکاس ورکوي. دلوړو عرض البلدونو هغه سیمه چې صحراګانې لري د اوسط اندازې څخه زېاته انرژي جذب کوي او وجه ېې په دې سیمو د فضا کم اغیز ده. 

تقریبا ۲۳% انرژي په فضا کې د بخار شوو اوبو، ورېځو او په ټیټو سیمو کې د اوزون (ozone O3) لخوا په سټراتوسفېر ( stratosphere) کې — د ځمکې د فضا په طبقه کې ۵۰ کیلومتره پاسه — جذب کیږي. د سټراټوسفېر لخوا د انرژي جذب ځمکه له ماورای بنفش رڼا (ultraviolet light) څخه ساتي او سټراټوسفېر کې په منځنۍ توګه (15 تر 10 °C) تودوخه رامنځته کوي.
په فضا کې د جذب ډېره برخه په (ultraviolet and infrared wavelengths) کې رامنځته کیږي او له ۹۰% د لمریز طیف زېاته برخه چې د ۰.۴ او ۰.۷ μm یا له ۰.۰۰۰۰۲ تر ۰.۰۰۰۰۳ انچه پورې ده د شین اسمان په ورځ د ځمکې سطحې ته رسیږي. 



Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons