لوکاټ – Loquat

علمي نوم ېې (Eriobotrya japonica) ده او په انګریزۍ کې ورته (Japanese medlar) نوم هم اخلي. د کورنۍ نوم ېې روتا سیاسی (Rosaceae) ده. ونه ېې کال ۱۲ میاشتې شنه وي. اصلي ځای ېې دمرکزي چین غربي سیمه ده او ۱۰۰۰ کاله وړاندې جاپان ته انتقال شوي او له جاپان څخه اروپا اود مدیترانې ملکونو ته انتقال شوي. د سوداګرۍ لپاره خورا زېات په نیمه استوايي سیمو کې کرل کیږي؛ د ښکلا لپاره په زېاتو پارکولو کې هم کرل شوي.
 
په لوکاټ کې ریښې (fiber)، ویټامین A او انټي اکسیډینټس (antioxidants) شامل دي. میوه ېې تازه خوړل کیږي. د ونې لوړوالی ېې تر ۱۰ مترو پورې رسېدای شي، ډبلې پاڼې لري او اوږدوالی ېې ۲۰۰–۲۵۰ ملي متره پورې وي. سپین ښه بوي لرونکي ګلان لري چې په ګرده، د ناک شکل ته ورته او یا بیضوي شکله میوه بدلیږي. د میوې اوږدوالی ېې ۲۵–۷۵ ملي متره پورې وي؛ زېړ رنګ لري، ډبل پوستکی لري او درې تر څلورو پورې زړي لري. د سوداګرۍ لپاره ېې ونې په تخم کرل کیږي خو د ښه کیفیت لوکاټ لپاره ونې پیوند کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons