Leiopelma – ليیو پېلما

د نیوزلنډ د وړو چونګښو نسل ده، د لییو پېلماتیدای کورنۍ (family Leiopelmatidae) غړې دي او د انورا په ډله (Anura) کې شاملې دي. په دې نسل کې تر اوسه درې ډوله پېژندل شوې او مطالعه شوې دي چې ټول ډولونه یې له ۳۰ تر ۴۰ ملي متره (۱.۲ تر ۱.۶ انچه) پورې اوږدوالی لري.
 
د دې چونګښو اصلي ځای نیوزلنډ ده او په نیوز لنډ کې هم یوازې د څو ځنګلونو له څو لښتیو او ډنډونو سره نږدې پیدا کیږي. د غږ کولو کیسه یا غږیزه کیسه (vocal sac) نلري، نر یې ښځې پسې ډېر نرم غږ کوي، ښځه یې په لندو ځایونو کې هګۍ کوي او نر د دې هګیو ساتنه کوي.
Maud Island frog DOC
Maud Island frog (Leiopelma pakeka) By D. Garrick

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons