محمد رحمت الله تنها اندړ – Mohammad Rahmatuallah Tanha Andar

محمد رحمت الله تنها اندړ د قضاوت‌پوه مولوي ميرزاخان عاطفي زوي دی. نوموړی د كابل پوهنتون د ساينس په پوهنځي کې د فزيك په څانگه كي استاد دی او علمي رتبه يې پوهنیار ده. افغان هستوي فزیکپوه محمدرحمت الله تنها د غزني ولايت د اندړو ولسوالي اصلي اوسیدونکی دی. خو د ۱۳۶۲ لمريز كال د سلواغې په دويمه نيټه یې د كابل په ښار كي دې نړۍ ته سترگی غړولي دي. لومړنۍ او ديني زدكړې یې له خپل پلار څخه زده كړې او په يوولس كلنۍ کې د سويې د آزموینې په تيرولو سره اووم ټولگي ته تللی، مانا دا چې زده كړې یې په ښوونځي كې له اووم ټولگي څخه پيل كړې دي. په ۲۰۰۰ زیږیدیز كال كې د خيرخانې مېني د غلام حيدرخان له عالي ليسې څخه وتلی او په ۲۰۰۱ كال كې یې د كابل پوهنتون د ساينس پوهنځي د فزيك په څانگه كې زده کړي پیل کړې. استاد په ۲۰۰۴ زیږدیز كال كې د همدې پوهنځي د فزيك له څانگې څخه په لوړه درجه وتلی او په ۲۰۰۵ زیږدیز كال كي یې په همدغه څانگه كې د استاد په بڼه په خپله دنده پيل كړی او تر اوسه هم په همدې دنده پاتې شوی دی. نوموړي د خپلې دندې په موده كې د نړيوالې اټومي انرژي ادارې په بېلابېلو نړیوالو فيلوشيپونو کې گډون کړی. نوموړی په ۲۰۰۸ کال کې د یوه تحصیلي بورس څخه په استفادې سره د آلمان هیواد ته ولاړ چې هلته یې په هستوي فزیک کې خپل د ماسټري سند تر لاسه کړ او له ۲۰۱۱ تر ۲۰۱۴ پوري په کابل پوهنتون کې د استادي تر څنګ د افغانستان اټومي انرژي کمیسیون د هستوي ټکنالوژۍ مشر هم پاتې شوی. نوموړی له د ۲۰۱۴ کال له اپرېل را په دېخوا د خپلو ډوکټورا زدکړو لپاره بیرته آلمان ته تللی او هلته د هانوور پوهنتون کې د علمي غړي او ډوکټورا محصل په حیث دنده تر سره کوي. نوموړي د ۲۰۱۴ اګسټ کې د آلمان فزیکپوهانو ادارې لخوا جوړشوي سمینار کې په ګډون او د خپلو څېړنو د پایلو په وړاندې کولو سره په لمړي ځل د یوه افغان په حیث د افغانستان په استازیتوب په نړیوالو هستوي څېړنو کې برخه واخیسته. د څېړنو پایلو یې چې د افغانستان په اړه وې د ګډونوالو خاص پام ځانته را واړاوه او په همدې سره یې ده ته د آلمان فزیکوالو اتحادیې غړیتوب هم ورکړ. استاد اټومي او اهستوي فزیک پوه دی او له افغان هستوي فزیک پوه پوهاند ډاكتر عبدالحي نظيفي سره یې په گډه د كابل پوهنتون لپاره د هستوي فزيك په اړه په پښتو ژبه دوه كتابونه ليكلي او چاپ شوې دي. د استاد تنها اندړ گڼ شمېر مقالې په ځينو ملي او نړیوالو مجلو او ویبپاڼو کې خپرې شوي. استاد په ډېرو نړیوالو کانفرانسونو او سیمینارونو کې گډون کړی او په ځینو هغو کې یې بشپړه ونډه اخیستې ده. نوموړي د یوه کال لپاره له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۱ پورې په برلین کې آلمان تر ټولو ستر او د نړۍ دریم ستر هستوي لابراتوار کې د یوه کال لپاره د څېړندوی په بڼه کار کړی، د نوموړي ځیني لیکنې د نړیوال اټومي انرژي آژانس په کتابتون کې هم د ماخذ په توګه کارېدلي دي. ډېری لیکنې یې د ده په مورنۍ ژبه پښتو باندې دي چې ډیری یې په پښتو ویپانو لکه بی بی سي او پښتو اخبارونو او مجلو کې خپرې شوې دي. په پښتو، دري او انگريزي باندې روانې خبرې او لیكنې كولای شي او په عربي، آلماني او ارودو ژبو پوهېږي، خو لیکنې نشي پرې کولای. نوموړی دا محال د آلمان هانوور پوهنتون کې د خپلو ډوکټورا زده کړو د ترسره کولو لپاره په څیړنو بوخت دی. په دې وروستیو کې د نوموړي په هڅو افغانستان د فزیکپوهانو د ټولنې غړیتوب ترلاسه کړ..
 

 

 

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons