ناڅاپه تېز باد – Gust

په هوا پېژندنه کې د باد په سرعت یا تېزوالي کې ناڅاپه زېاتوالی کوم چې دباد د منځني تېزوالي څخه زېات وي. په ځانګړې توګه د لنډ مهال لپاره د باد سرعت له ۱۶ غوټو (knots) لوړېدل یا په یو ساعت کې ۳۰ کیلو متره سرعت څخه لوړېدلو ته وایي. (gust) له (squall) څخه لنډ مهاله وي او ډېر وخت ۲۰ ثانیو پورې یا تر دې هم کم دوام کوي. د رامنځته کېدو لامل ېې د باد بې ثباته نامنظم جریان ده او باد هغه وخت نا منظم یا بې ثباته جریان پیدا کوي کله چې یو مانع سره مخ شي. دا باد ډېر وخت د تعمیرونو له پاسه او یا داسې سطحه کې چې لوړوالی او ژوروالی لري رامنځته کیږي. د اوبو د سطحې له پاسه ډېر کم وخت دا ډول باد لږیږي. د (gust) لفظ په هوا کې هغه نا څاپه تېز باد ته هم کاریږي چې د الوتکو له الوتنو سره تړاو لري.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons