هندي موسمي بادونه – Indian monsoon

د نړۍ د موسمي بادونو د سیستم تر ټولو نامتو بادونه دي کوم چې اساسا پر هندوستان او د هندوستان په چار چاپېره اوبو اغیز کوي. په سړو میاشتو کې د لرې شمال څخه د جنوب په لور لږیږي او په ګرمو میاشتو کې برعکس د جنوب لخوا د شمال لور ته لږیږي. دا پروسه د جون او جولای په میاشتو کې دې سیمې ته درانده بارانونه له ځان سره راوړي.
په استوایي ناحیه کې هندوستان ته په نږدې سیمو کې د ځمکې پر سطحه تقریبا ټول کال غربي بادونه په بې سارې توګه پر له پسې لږیږي. مګر شرقي سطحه کې شرقي بادونه د شمالي نیمې کرې تر ۲۰° عرض البلد پورې په فیبروري کې رسیږي او دا بادونه بیا ډېر ژر د شمال لور ته وروسته تګ کوي کوم چې پاسه د هوا په دوران کې له اغیز ډک بدلون راولي او همدا ټکی د یو موسمي باد پای او د بل موسمي باد پېل ده.
په مارچ میاشتې کې دا بادونه د استوا کرښې ته رسیږي او په شمال کې تر ډېرلرې پورې تګ کوي چې په فضا کې د بې ثباتۍ لامل ګرځي کوم چې ورېځ او ورېدنه پیدا کوي.


Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons