هېروې فیلیون – Hervé Filion

بل نوم ېې هسټلینګ فیلیون ده او د جنوري په ۱ نېټه په کال ۱۹۴۰ کې د کاناډا په کیوبېک کې زېږېدلی. داسانو د منډې وهلو لوبغاړی، روزونکی او د منډې وهلو د کلب مالک وه. لس ورونه او خویندې ېې لرلې. کشر ورور ېې هنري نومېده او هغه هم د لوبغاړو روزونکی وو. هېروې په ۵ صنف کې مکتب پرېښود او په ۱۳ کلنۍ کې ېې په یوه ښار کې د ټانګې چلول پېل کړل. په ۱۷ کلنۍ کې ېې خپل اس واخیست او په کال ۱۹۶۱ کې امریکا ته ولاړ. په ۱۹۶۰ لسیزه کې بریالی لوبغاړی شو او په کال ۱۹۷۶ کې تر ټولو پر اس منډه وهونکو لوبغاړو غوره لوبغاړی وګڼل شو. په ۱۹۹۰ لسیزه کې تر ۱۳۰۰۰ زېاتې لوبې ګټلې وې. په ۱۹۹۶ کې د پولیسو لخوا ونیول شو او تر ۲۰۰۰ کال پورې ېې لوبې ونکړې خو کله چې هېروې د ټکس ورکولو په اړه د کافي مالوماتو نلرلو په اړه اقرار وکړ نو حکومت بېرته له قید نه ازاد کړ او په کال ۲۰۱۲ کې تقاوت شو د تقاوت کېدو پر مهال ېې ۱۵،۱۸۳ لوبې ګټلې وې.
 
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons