هېل بېنډر – Hellbender

د ډول علمي نوم یې کریپتو برانکوس الېګانیانسیس (Cryptobranchus alleganiensis) دی، ذوحیاتین یا دوه ژواکې لټکې (salamander) دي، د کورنۍ نوم یې کریپتوبرانکیدای (family Cryptobranchidae) او په کوداتا ډله (order Caudata) کې شاملې دي.
 
د اوهیو Ohio په کانالونو او سیند کې ژوند کوي، د متحده ایالتونو په ختیځه سیمه کې هم پیدا کیږي. د بدن اوږدوالی یې تر ۳۰–۷۴ سانتي (12–29 انچه) پورې رسیږي. مسطح یا هوار سرونه، څورب غټ بدن او پراخه لکۍ لري. خړ نصواري رنګ لري، غټ یې سږي لري خو واړه لاروا بچیان یې یوې بلې خوا کې برانشونه لري. غټ یې د اوبو پاسه برخې ته د تنفس لپاره راپورته کیږي او تنفس هم د پوستکي له لارې کوي.
 
د ورځې لخوا د ډبرو لاندې پټیږي او د شپې لخوا په چنګاښونو، وړو کبانو او چونجیانو باندې ځان تغذیه کوي. د القاح سیستم یې بهرنۍ دی، د اوړي په پای کې جنسي نزدیکت کوي، له ۱۵۰ تر ۹۰۰ پورې هګۍ کوي او هګۍ یې له ۱۰ تر ۱۲ اونیو پورې نر ساتي. مخکې له دې چې هګۍ په بچیانو بدلې شي نر ځاله پرېږدي.
Hellbender Salamander
Hellbender for image description page click here

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons