ټټسویا فوجیټا – Tetsuya Fujita

مکمل نوم ېې (Tetsuya Theodore Fujita) ده او د (Ted Fujita or T. Theodore Fujita) په نومونو هم پېژندل کیږي. او اصلي نوم ېې (Fujita Tetsuya) ده. د اکتوبر په ۲۳ نېټه، کال ۱۹۲۰، د جاپان په کیتاکیوشو ښار کې زېږېدلی او د نومبر په ۱۹ نېټه، کال ۱۹۹۸، دمتحده ایالتونو په شیکاګو کې مړ شوی.
په جاپان کې پېدا شوی امریکایی هوا پېژندونکی چا چې (Fujita Scale, or F-Scale) پېدا کړ. یو داسې مقیاس چې بړبوکی (tornado) د وراني او شدت له مخې د تعمیرونو د ورانولو او فصل یا کرنې ته د زېان اړولو له مخې ډلبندي کوي. د (macrobursts and microbursts) د هوا طبعي حادثې ېې کشف کړې چې له تالندې سره تړاو لري او د الوتکو الوتنو ته زېان اړونکې پېښې ګڼل کیږي.
په کال ۱۹۴۳ کې ېې په میکانیکي انجنیرۍ کې له (Meiji College of Technology, Tokyo, Japan) څخه لیسانس وکړ. په کال ۱۹۴۴ کې په همدې کالج کې د فزیک په بخش کې د پروفیسر معاون شو. په کال ۱۹۵۳ کې ېې چې کله د ټوکیو له پوهنتون (Tokyo University) څخه دوکتورا وکړه نو متحده ایالتونو ته ولاړ او هلته ېې د شیکاګو په پوهنتون (University of Chicago) کې د هوا پېژندنې په بخش کې کار پېل کړ او له تابعت اخیستلو وروسته ېې په همدې پوهنتون کې په مختلو مقامونو کې تر خپل مرګه پورې کار کړی.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons