Urban climate – ښاري اقلیم

د ښاري سیمو اقلیم له هغو سیمو سره چې لږ ابادي لري خپلمنځ کې توپیر لري او توپیر یې په هوا کې د تودوخې توپیر، په هوا کې د لوندوالي توپیر، د بادونو په سرعت او جهت یا لوري کې توپیر او د ورښت په کچه کې توپیر ده. د اقلیم د بدلون لامل په ښارونو کې پر طبیعي ځمکه د پخو کوڅو او سرکونو، د لوړو تعمیرونو رغونه ده کوم چې د سیمې د انرژۍ پر توازن خپل اغیز لري.
 
د ښاري سیمو له کلیوالو سیمو سره د اقلیم د توپیر بل لامل د ښاري سیمو په اتوموسفېر کې د ککړونکو لکه د کاربن مونوکسایډ، د سلفر اوکسایډونو، نایتروجن، هایدرو کاربن، اوکسیډینټونو او د جامدو ټوټو شتون ده. په فضا کې دا ډول بهرني توکې د صنعتي بهیرونو لخوا پرېښودل کیږي لکه د کیمیاوي توکو تخلیه، د تېلو تصفیه، د دفترونو د ګرمولو لپاره د سوڼ توکو کارونه، په موټرو او نورو ماشینونو او شرکتونو کې د سوڼ توکو کارونه، د جامدو ضایعاتو سوزونه.
 
د ښاري ککړتیا غلظت په فضا کې د خپرېدونکو ککړونکو له کچې سره تړاو لري، د اتوموسفېر له هغې ارتفاع سره تړاو لري په کوم کې چې ککړونکي ګډ شوي او خپاره شوي او په دې لوړوالي کې د باد له لګېدو سره تړاو لري. که چېرې د ککړونکو په هوا کې غلظت زیات وي د هوا پر تودوخې د پام وړ اغیز لري. د هوا ککړتیا د مرګ لامل هم ګرځېدای شي. په کال ۱۹۵۲ کې د انګلستان د لندن ښار د هوا د ککړتیا له امله تقریبا ۳۵۰۰ کسانو د تنفسي ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.
 
د ښارونو ورځنۍ د هوا تودوخه د کلیو له سیمو څخه له ۶° تر ۱۱° C پورې زیاته توده وي. په ښارونو کې د هوا د تودوخې د زیاتوالي دوه لاملونه دي: لمړی لامل یې په ښارونو د پخو سرکونو د قیر او پخو ابادیو لخوا د کلیو د شنو او خاورې په پرتله د وړانګو زیات جذب او بېرته انعکاس ده او دوېم لامل یې کله چې په ښاري سیمو کې زیاتې وړانګې جذب شي لوندوالی تبخیر کوي.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons