کېسټرېل – Kestrel
واړه د ښکار مرغان دي د فالکو (falco) نسل سره تړاو لري، د کورنۍ نوم ېې فالکونیدای (Falconidae) ده. واړه مرغان او غټې حشرې ښکار کوي، نر ېې تر ښځې ډېر رنګونه لري، معمولا د زړې نړۍ مرغان دي خو یو ډول ېې چې د ( American kestrel ,F. sparverius) په نامه یادیږي او امریکا کې ژوند کوي او د سپارو هاوک په نامه هم پېژندل کیږي د نوې نړۍ مرغه ګڼل کیږي. اوږدوالی ېې تر ۳۰ سانتي متره پورې رسیږي. په اروپا کې چې کوم پیدا کیږي د امریکا له کېسټرېل څخه د بدن په کچه کې غټ دي.
Comments
So empty here ... leave a comment!