Abducent nerve

عصبي رشته ده کومه چې انسان کې (lateral rectus muscle) د سټرګې عضله کنټرول کوي، د بهر لیدو مسولیت په غاړه لري، په انګرېزۍ کې ورته (Abducens nerve) نوم هم اخلي، د سر د کوپړۍ شپږمه عصبي رشته ده او یوه (somatic efferent nerve) ګڼل کیږي.
 
جوړښت
له (brainstem) څخه د (pons and the medulla) په نامه اتصال کې بهر راوځي، د (facial nerve) په منځ کې واقع ده، له دې برخې مخکې لور ته سترګې ته غزېدلې. څرنګه چې له (brainstem) څخه راووځي په (subarachnoid space) کې داخلیږي، د (pons) او (clivus) ترمنځ پورته غزېدلې له دې وروسته په (dura mater) کې سوری کوي تر څو د (Dorello’s canal) کانال له لارې (cavernous sinus) ته ننوځي. په (cavernous sinus) کې له (internal carotid artery) سره اوږده غزېدلې او د (superior orbital fissure) له لارې د سترګې مدار ته داخلیږي او د سترګې له (lateral rectus muscle) عضلې سره وصل کیږي.
 
هسته
د ابډسنټ هسته (abducens nucleus) د (pons) په (fourth ventricle) کې واقع ده او لکه د نورو (motor nuclei) په څېر د سترګې د حرکت کنټرول کوي.
 
زیان اوښتنه
که چېرې د دې رشتې چاپېریال ته زیان واوړي نو د دوه لیدو لامل (diplopia) ګرځي. کله چې کس بهر لور ته وګوري سترګه یې بهر لور ته وتلې ښکاري، کله چې ناروغ هڅه وکړي هر څه یو وویني نو سترګې د کنج لور ته تاووي. که چېرې دې رشتو ته کم زیان اوښتی وي نو انسان د سترګو یو بل لور ته تاوولو کې ستونزه پیدا کوي.

lateral rectus muscle
د سترګې د لید له شپږو عضلو یوه عضله ده کومه چې د سترګې د توپ یوې بلې خوا ته موجوده وي او د سترګې حرکت کنټرول کوي. یو بل لور ته د لید مسولیت په غاړه لري.
 
brainstem
د تی لرونکو د مغز مرکزي تنې یا برخې ته وایي کومه کې چې (medulla oblongata, pons, and midbrain) شامل وي. لاندې لور ته غزېدلې وي او شوکي نخاع (spinal cord) یا هم د عصبي رشتو غنچه جوړوي.
 
pons and the medulla
په لاتیني ژبه کې (pons) د پل یا وصل کوونکي مانا لري د (brainstem) یوه برخه ده، په انسان او هر هغه حیوان کې چې په دوه پښو ګرځیدونکي (biped) دي د منځني مغز (midbrain) لاندې، د (medulla oblongata) له پاسه او د (cerebellum) مخې ته واقع وي.
همداسې (medulla oblongat) د (brainstem) تر ټولو لاندینۍ برخه ده، د (foramen magnum) په سطح کې واقع ده.
 
facial nerve
د سر د کوپړۍ اوومه عصبي رشته ده، د (brainstem) له (pons) څخه پېل شوې او په مخ کې د مخ د څرګندونو عضله کنټرول کوي، د ژبې د داخل د درې برخو له دوه برخو څخه د خوند په انتقال کې مرسته کوي.
 
subarachnoid space
د (arachnoid membrane) او (pia mater) ترمنځ یو انټروال ده، د (connective tissue trabeculae) او (intercommunicating channels) لخوا اشغال شوی
 
clivus
په لاتینۍ ژبه کې مخ پر ځوړ یا پیچومی، مخ پر ښکته سطحې ته وایي، په ساده پښتو کې هغه سطحه چې یو لور یې لوړ او بل ښکته وي. د سر په کوپړۍ کې د هغې برخې چېرې چې مغز موجود ده له هډوکي جوړ جوړښت ده. کمه ژورتیا لري. مخ پر ښکته سطح یې په تدریجي توګه ژوره شوې ده.
 
dura mater
یوه غشا ده کومې چې (arachnoid mater) پوښلی، له (dural sinuses) څخه تاو شوې او ملاتړ یې کوي، دنده یې له مغز څخه زړه ته د وینې انتقال ده.
 
Dorello’s canal
قات شوی شکل لري، له هډوکي جوړ بند جوړښت ده کوم چې (abducens nerve and the inferior petrosal sinus) پوښلي
 
cavernous sinus
د انسان په سر کې یو ریښتینی (dural venous sinus) ده په دې مانا چې (venous plexus) نده. په سر کې یو جوف جوړوي کوم ته چې د (lateral sellar) نوم اخلي
 
internal carotid artery
جوړه شریان یا سور رګ ده، د سر او غاړې په هره خوا کې یو موجود وي، د انسان په اناتومۍ کې له (common carotid arteries) څخه پېل کیږي. د (internal carotid artery) یې مغز تامین کوي او (external carotid) یې د سر ځینې برخې تغذیه کوي.
 

Abducens nerve1
Abducens nerve1 By Btarski
Brain human normal inferior view with labels en
Brain human normal inferior view with labels en By Brain_human_normal_inferior_view.svg: Patrick J. Lynch, medical illustrator derivative work: Beao
Pons section at facial colliculus
Pons section at facial colliculus By Btarski
Abducens palsy
Abducens palsy By Mohammad T Masoud, Ajmal Rehman and Yusuf Shaikh
Gray567
Gray567 By Henry Vandyke Carter
Gray689
Gray689 Henry Vandyke Carter
Gray719
Gray719 By Henry Vandyke Carter
Gray785
Gray785 Henry Vandyke Carter
Gray787
Gray787 Henry Vandyke Carter
Slide3PIT
Slide3PIT By Anatomist90
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons