Ablation – د جراحي له لارې د بدن نسج پرې کوونه

د یوه توکي له سطحې د تبخیر په ذریعه، د ماتولو یا پرې کولو په ذریعه د یو څه لرې کولو ته وایي. لاندې یې هره رشته کې کارونه وګورئ.
 
په طب کې ابلېشن
ablation in medicine
په طب کې د بیولوجیکي نسج یوې برخې پرې کولو ته وایي چې عموما د جراحي له لارې ترسره کیږي. د پوستکي د سطحې پرې کولو ته (dermabrasion) وایي. په لایزر پرې کولو ته (laser ablation)، په کیمیاوي توکو پرې کولو ته (chemoablation)، د ګنګلتیا له لارې لرې کول ته (cryoablation) او په برېښنا لرې کولو یا پرې کولو ته (fulguration) وېل کیږي. د ابلېشن له لارې زوړ پوستکی پرې کیږي، د پوستکي چین یا ګونجې هواریږي، د پوستکي له سطحې خالونه یا داغونه لرې کیږي تر څو پوستکی بېرته ځوان شي. د غوږونو، مری او پوزې د ناروغیو رشته (otolaryngology) کې هم د سطحې پرې کوونه یا ابلېشن طریقه کاریږي لکه د خرېدو ورکول.
 
د لایز په ذریعه لرې کول یا پرې کول
Laser ablation
د لایزر پرې کوونه د توکو له طبیعت او د انرژۍ د جذب له وړتیا سره تړاو لري، له همدې امله باید د لایزر د پرې کوونې د څپې طول لږ تر لږه یا حد اقل د جذب ژورتیا ولري. لاندې انځور کې یې فورمول وګورئ
 
د قرنیې د سطحې لایزري پرې کوونه د مختلفو انکساري جراحیو (refractive surgery) لپاره اوس معمولي ده او د جراحي لپاره یې (excimer laser system) کاریږي. قرنیه بېرته وده نکوي او له همدې امله د قرنیې د خواصو بیا رغونه د لایزر د کارونې له لارې کیږي تر څو انکساري تېروتنو ته سمون ورکړي لکه (astigmatism, myopia, and hyperopia).
په (endometrial ablation) بهیر کې، کومې ښځې چې د (menstruation and adenomyosis) ستونزې لري د رحم د دیوال برخه یې د لایزري پرې کېدنې په ذریعه پرې کیږي.
په بیولوجي کې ابلېشن
ablation in biology
بیولوجیکي ابلېشن د بیولوجیکي فعالیت یا جوړښت لرې کوونه ده.
جنتیک ابلېش (Genetic ablation) یوه بله اصطلاح ده چې د جین د چوپتیا (gene silencing) لپاره کاریږي، په کوم کې چې د جین بیان (gene expression) لغوه کیږي او د لغوه کېدو چاره د جنتیکي تعاقبي مالومات د لرې کېدو له لارې ترسره کیږي. د حجرې په ابلېشن کې، په یوه کلتور یا ټولنه کې انفرادي حجرې لرې کیږي یا له منځه ځي.
 
په په یخچال پېژندنه او هوا پېژندنه کې ابلېشن
In glaciology and meteorology
د کوټه کېدو یا انبار کېدو معکوس ده. هغو ټولو بهیرونو ته رجوع کوي په کومو کې چې یخ، واوره، او اوبه له یخچالونو یا د واورې له انبار څخه لرې کیږي. ابلېشن د یخ او واورې هغې ویلې کېدنې ته رجوع کوي چې په واورې او لویو یخچالونو کې د تبخیر له لارې، د واورې د یوې څنډې د جلا کېدو او ویلې کېدو له لارې او یا د جامد یخ په ګاز د بدلېدو له لارې تر سره کیږي. د هوا تودوخه او ورېدنه په جیولوجیکي ابلېشن کې اړین رول لري. په معتدل اقلیم کې د ابلېشن نرخ په یو ساعت کې دوه ملي متره 2 mm/h ده او د لمر وړانګې د واورې د ویلې کېدو یا لرې کېدو لمړی لامل ده. ابلېشن ممکن د واورې یا یخ لرې کېدو یا ویلې کېدو ته رجوع وکړي او یا هم لرې شوي یا ویلې شوي د یخ یا واورې مقدار ته رجوع وکړي.
 
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons