Abstract – لنډیز

که چېرې د لنډیز مانا ولري نو د ساینسي لیکنو، څېړنو هغه لنډ لنډیز ته وېل کیږي چې تر ۲۵۰ تورو پورې وي. نورې ماناګانې یې د لیکنې لاندې وګورئ.
 
څېړنیز لنډیز، د دوکتورا د رسالې لنډیز، د بیا کتنې لنډیز، د اکادمیکو کنفرانسونو د بهیر لنډیز او یا هم د هر بل ځانګړي مضمون څېړنیز لنډیز ته وایي. کله چې د (abstract) کلیمه وکاریږي تل د ټایپ شوي لیک (typescript) یا په لاس لیکل شوي لیک (manuscript) په پېل کې وي او یوې اکادمیکې لیکنې یا څېړنې ته د ننوتو د لارې په څېر وي. په یوه لیکنه کې د منځپانګو ټولګه (index) او لنډیز (abstract) له همدې لیکنې را غونډ شوی ادبي لنډیز وي. ځینې لیکوالان د (abstract) پر ځای د (précis or synopsis) کلیمې هم کاروي. د مدیریت په راپور کې (management reports) اجرایوي لنډیز (executive summary) د (abstract) په پرتله اوږد وي او د (abstract) په پرتله زیات حساس مالومات پکې شامل وي.
 
موخه او محدودیت
اکادمیک ادب لنډیز د یوې پیچلې څېړنې د لنډیز په توګه وړاندې کولو لپاره کاروي. دا لنډیز ممکن یوازې پرته له کومې تفصیلي لیکنې وي کوم چې د ډېرو ادارو لخوا د څېړنو د روښانتیا لپاره لیکل کیږي، د دې ډول لنډیز له مخې څېړونکي د څېړنې انتخاب کوي. په انټرنیټ کې ډېری وخت د بشپړ لیکنې پر ځای د لټون پایله همدا لنډیز وي او بشپړ لیکنه یې ډېری وخت وړیا نه وي.
 
د چاپ حق
لنډیز ډېری وخت د چاپ د حق (copyright) د قوانیو په اساس لکه د نورو لیکنو په څېر محفوظ وي. ساینسي لنډیز په وړیا توګه موندل کیږي تر څو د لیکنې د پېرلو لپاره لټونکي او لوستونکي وهڅوي.
 
جوړښت
یو اکادمیک لنډیز د بشپړ شوې لیکنې د څلورو اجزاو ټولګه وي:
۱- د څېړنې تمرکز/ د ستونزو په اړه یادونه/ د موضوع یادونه
۲ – د څېړنې طریقه/ تجربوي څېړنې/ د قضیو مطالعه/ پوښتنې
۳ – پاېله/ د څېړنو لاسته راوړنه
۴ – اصلي پاېلې / سپارښتنې
 
مالوماتي لنډیز (informative abstract)
مالوماتي لنډیز ته (complete abstract) نوم هم اخلي. په دې ډول لنډیز کې موخه، طریقه، پاېله او لاسته راوړنې لیکل کیږي معمولا له ۱۰۰ تر ۲۰۰ تورو پورې وي. د اوږدې لیکنې جوړښت او مهم ټکي (key points) پکې لنډیز شوي وي.
 
تشریحي لنډیز (descriptive abstract)
تشریحي لنډیز ته د (limited abstract or the indicative abstract) نومونه هم اخلي. دا ډول لنډیز په لیکنه کې د موجود متن تشرېح کوي خو په متن ژوره روښانتیا نه اچوي. جوړښت یې ډېری وخت د محتویاتو د جدول په څېر وي.
 
د (abstract) کلیمې نورې ماناګانې
Abstract (album)
په کال ۱۹۶۲ کې د جوهریټ (Joe Harriott) البوم
Abstract (law)
په حقوقو کې د قانوني اسنادو لنډیز ته وایي
Abstract (summary)
د اکادمیکو لیکنو لنډیز ته وایي
Abstract art
هغو هنري چارو ته وایي چې هنر مند پکې غېرې حقیقي یا نه لمس کېدونکي انځور کړې یا ښودلي وي
Abstract: The Art of Design
د ۲۰۱۷ کال مستند فلم ده
Abstract object
په فلسفه کې توکي دوه ډوله دي یو ډول یې د لمس وړ (concrete) او بل ډول نه لمس کېدونکي (Abstract) دي
Abstract structure
په ریاضي او کمپیوټر ساینس یا ورته رشتو کې یو جسم کوم چې د قوانینو، خواصو او اړیکو له مخې تعریف کیږي.
Q-Tip (musician)
کیو ټیپ (Q-Tip) په نامه هنرمند د (The Abstrac) په نامه هم پېژندل کیږي

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons