Acinus – توت ته ورته د حجرو غنچه

جمع یې (acini) ده او که د صفت په توګه وکارول شي (acinar or acinous) لیکل کیږي. د حجرو هرې هغې غنچې ته رجوع کوي چې د توت شکل لري. اسینوس (Acinus) لاتیني لفظ ده او مانا یې توت ده. بهر ته د ترشح کوونکو مرغړیو (exocrine gland) توت ته ورته پای چېرې چې ترشح تولیدیږي په شکل کې اسینار (Acinar) دي.
 
اسینار بهر ته ترشح کوونکي مرغړي (Acinar exocrine glands) په ډېرو غړو کې موجود وي لکه په معده کې، د سر د پوستکی (scalp) په (sebaceous gland) مرغړیو کې، د ژبې په لاړجنو مرغړیو (salivary glands) کې، ځیګر کې، د اوښکو په مرغړیو (lacrimal glands) کې، د تیانو په مرغړیو (mammary glands) کې، په لوز المعده کې.
Gray1105
By Henry Vandyke Carter

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons