Acromegaly – اکرو مېګالي

د لاسونو، پښو او مخ غېرې طبیعي له کچې زېاته وده ده او لامل یې د هیپوفیز مرغړیو (pituitary gland) لخوا د ودې د هورمون (growth hormone GH) له کچې زیات تولید ده. تر ټولو لومړني علایم یې د پښو او لاسونو وده ده. ممکن تندی، ژامې او پوزه هم وده وکړي. نور علایم یې په مفصلونو کې درد، ډبل پوستکی، په لید کې ستونزه پیدا کېدل او سر درد کېدل دي. په روغتیا کې ممکن دشکر دوېم ډول (type 2 diabetes)، د خوب پر وخت ساه بندېدنه (sleep apnea) او د وینې لوړ فشار عوارض رامنځته کړي.
 
د پیدا کېدو لامل یې د هیپوفیز مرغړیو لخوا د ودې د هورمون له کچې زېات تولید ده. په ۹۵ % حالتونو کې د ودې د هورمون له کچې زیات تولید لامل د (benign tumor) ده کوم چې د (pituitary adenoma) په نامه هم یادیږي. دا حالت له مور او پلار څخه بچیانو ته ارثي نده. ډېر کم وخت اکرومېګالي د بدن په نورو برخو کې د تومور له امله رامنځته کیږي. تشخیص یې کله چې یو کس ګلوکوز وڅکي له هغې وروسته د ودې د هورمون په کچه کولو کیږي او یا په وینه کې (insulin-like growth factor I) کچه کیږي. که چېرې هورمون په وړکتوب کې تولید شوی وي د غېرې عادي ودې (gigantism) لامل کیږي.
 
د درملنې لپاره یې جراحي ترسره کیږي تر څو تومور لرې کړي، درمل کاریږي او یا د درملنې وړانګې (radiation therapy) کاریږي. که چېرې تومور کوچنی وي نو د جراحي له لارې درملنه یې تر ټولو اغیزمنه ده. د کومو خلکو لپاره چې جراحي اغیزمنه لار نده نو د (somatostatin analogue or GH receptor antagonist) درمل ممکن ورکړل شي. د جراحي او درملو په پرتله په وړانګو درملنه ډېره په تدریجي توګه تر سره کیږي. که چېرې درملنه یې ونشي نو په دې ناروغۍ اخته کسان تر لسو کالو کم ژوند کوي خو که درملنه یې وشي نو د نورمالې روغتیا لرونکو په اندازه ژوند کولای شي. په ۱۰۰۰۰۰ کسانوس کې ۶ کسان په دې ناروغۍ اخته دي.
 
علایم
په څرګنده توګه پړسېدلي نرم نسجونه کوم چې د لاسونو، پښو، مخ، شونډو، پوزې، غوږونو د غتېدو لامل ګرځي او پوستکی ورسره ډبلیږي.
په بدن کې د داخلي غړو په څرګنده توګه پړسېدلي نرم نسجونه په ځانګړې توګه زړه کې، پښتورګو او غږیزو تارونو (vocal cords) کې کوم چې غږ کې ژورتیا پیدا کوي او په خبرو کې وروالی رامنځته کوي.
د سر د کوپړۍ په (fontanelle) برخه کې پراخوالی
په دې ناروغانو کې ممکن (Hypertrichosis, hyperpigmentation, hyperhidrosis, Acrochordon, Carpal tunnel syndrome) پیدا شي.
 
عوارض
سخت سر درد
د ارتریت او د کارپل تونل ساینډروم (Arthritis and carpal tunnel syndrome)
غټ شوی زړه
د ځیګر فایبروسیز (Liver fibrosis) له ځیګر څخه لوزامعدې ته انتقالونکي تونل کې هایپر پلېزیا (bile duct hyperplasia)
غېرې عادي د وینې لوړ فشار (Hypertension)
شکر (Diabetes mellitus)
د زړه کمزوری فعالیت
د پښتورګو کمزوری فعالیت
 
که درملنه یې وشي نو علایم یې بېرته ورکیږي، په لید کې یې بېرته ښه والی راځي، سر درد یې ښه کیږي، شکر او له کچې زیاته خوله کول یې ورکیږي. همداسې په مخ کې غټوالی یې بېرته نورمال حالت ته ګرځي او نرم پړسېدلي نسجونه یې هم نورمال حالت غوره کوي خو وخت اخلي او سم دلاسه بدلون نه پیدا کوي. له درملنې وروسته دا ډول ناروغان لکه د نورو په اندازه عمر کوي.
 
د ټولو کسانو لپاره یو ډول درملنه اغیزمنه نده بلکې درملنه عمر ته په کتو، د تومور کچې ته په کتو ټاکل کیږي. که چېرې تومور تر اوسه پورې د مغز په پوښونکو نسجونو یرغل نه وي کړی نو د مغز او عصابو د جراح لخوا یې جراحي کافي ده تر څو (pituitary adenoma) لرې کړي. له عملیات وروسته باید ډاکټر د اوږدې مودې لپاره د ناروغ د ودې د هورمون څارنه وکړي که چېرې جراحي د هورمون کچه نورمال نکړي نو ډاکټر درمل ورکولای شي او د درملو ورکولو لپاره لمړی انتخاب (octreotide or lanreotide) ده خو (Bromocriptine or cabergoline) درمل ارزانه دي. د دواړه ډوله درملو اوږد مهاله کارونه اړینه ده کنه د هورمون په کچه کې زیاتوالی رامنځته کېدای شي او تومور بیا پراخېدای شي. د وړانګو درملنه هغه کسانو ته ورکول کیږي چې تومور یې په جراحي کې په بشپړ توګه نه وي لرې شوی، یا هغه کسان چې د درملو او جراحي لپاره یې روغتیا مناسبه نه وي.
 
نور تومورنه
په ځینو ناروغانو کې اکرومېګالي د (pituitary tumors) تومور له امله نه پیدا کیږي بلکې په (pancreas, lungs, and adrenal glands) کې تومور لري. دا تومورونه یا د ودې هورمون تولیدوي او یا د ودې د هورمون تولیدونکی هورمون تولیدوي. تومور یې د جراحي له لارې لرې کیږي او له جراحي وروسته د اکرومېګالي په علایمو کې ښه والی رامنځته کیږي.

Acromegaly facial features
Acromegaly facial features By Philippe Chanson and Sylvie Salenave
Acromegaly hands
Acromegaly hands By Philippe Chanson and Sylvie Salenave
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons