African wildcat – د افریقا وحشي پیشوګانې

د ډول علمي نوم یې (Felis silvestris libyca) ده، په انګرېزۍ کې ورته (Egyptian wildcat) نوم هم اخلي، خړو برګو پیشوګانو (tabby cat) ته ورته دي. په ښځه کې یې رنګ زېړ ته مایل وي، د بدن اوږدوالی یې ۷۰ سانتي (۲۸ انچه) او لکۍ یې ۴۰ سانتي متره پورې رسیږي، قد یې په ولیو کې تر ۲۳ سانتي متره (۹ انچه) پورې وي، وزن یې تر ۳.۵ کیلو ګرامه (۷.۷ پونډه) پورې رسېدای شي. د شپې لخوا مرغان او واړه تی لرونکي ژوي ښکار کوي. له جنسي نزدیکت وروسته تقریبا په ۵۶ ورځو کې له ۲ تر ۵ پورې بچیان زېږوي.

Picture by Gurtuju – Own work, CC BY-SA 3.0, https://commons.wikimedia.org/w/index.php?curid=33690717

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons