Agent Orange – نارنجي بوټي وژونکي کیمیاوي توکي

د وښو وژونکو مخلوط ده کوم چې امریکا له ۱۹۶۲ کال څخه تر ۱۹۷۱ کال پورې په ویتنام له الوتکو وشینده. د دې توکو د شیندلو دوه موخې وې: یوه موخه دا وه چې د ویت کنګ او شمالي ویتنام پوځ په ځنګلونو کې پټ نشي، دوېمه موخه تر څو له دې ځنګلونو دغه پوځیان خپل ځانونه تغذیه نکړي. دغه توکي چې د کم لوړوالي الوتونکو الوتکو شیندل کېدل د (butyl esters of 2,4-dichlorophenoxyacetic acid (2,4-D) and 2,4,5-trichlorophenoxyacetic acid (2,4,5-T)) لرل. له دې پرته پکې مختلف ډوله     ( 2,3,7,8-tetrachlorodibenzo-p-dioxin) مګر کمه اندازه هم موجود وو. د دې کمې اندازې توکو ته بل نوم (dioxin) کاروي دغه توکي زهري دي چې په څو دقیقو کې له منځه وړل کولای شي. تقریبا ۵۰ میلیونه لیټره بوټي وژونکي توکي چې ۱۷۰ کیلو ګرامه (dioxin) پکې موجود وو په ویتنام وشیندل شول.
بوټي وژونکي له دې پرته سپین، نیله، بانجاني، ګلابي او شین رنګ هم لري. د دې توکو کارونه په ویتنام کې له ۱۹۷۰ لسیزې را په دیخوا د ډول ډول ناروغیو لامل ګرځېدلې لکه د پوستکي مرضونه، سرطان، تازه زېږېدلو ماشومانو کې ډول ډول ناروغۍ او مورزادي د بدن د غړو کمی یا ناسم جوړښت.
 
کوم امریکایان، استرالیایان او نیوزلینډیان چې په ویتنام کې په کار بوخت وو د دې توکو د کارونې له وجې وروسته ټول یا سرطان شول او یا هم د نورو وژنکو ناروغیو باندې له اخته کېدو وروسته مړه شول. 
 
 
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons