Anal fissure – په مقعد کې درز یا چاود

په انګرېزۍ کې ورته (fissure in Ano or rectal fissure) نومونه هم اخلي، د مقعد د کانال په پوستکي کې چاود یا پرې کېدنه ده، کوم خلک چې د مقعد د کانال په پوستکي کې درز یا چاود پیدا کړي ممکن لاندې اغوستې جامې یې د مقعد په روښانه سور رنګ لرونکې وینه رنګ شي، ممکن د مقعد پاکولو پر وخت د تشناب په کاغذ وینه وویني او یا هم د فضله د موادو د دفعې پر وخت وینه ضایع کړي. که چېرې لنډمهاله چاود یا درز وي نو د فضله موادو له دفعې وروسته درد کوي خو که چېرې له ډېرې مودې چاود موجود وي ډېر وخت کم درد لري. د مقعد چاود د مقعد د کانال د بهرنۍ برخې په منځ کې وي ځکه چې دغه برخه د کمزوري زغم طبیعت لري. د چاود ژوروالی سطحي وي خو ځینې وخت تر سفېنکټر عضلې پورې ژور وي. که چېرې یې درملنه ونشي نو ذخې ته ورته شکل باندې بدلیږي په طبي ژبه کې دغې ډول ذخې ته (sentinel piles) نوم اخلي. دا ذخه درز پټوي او یا پوښي او د نا ارامۍ او درد لامل ګرځي.
 
لاملونه
مقعد د پراخېدو وړتیا لري خو که له خپلې کچې زیات کش کړل شي د مقعد د خولې په منځنۍ برخه کې چاود پیدا کیږي او ډېر هغه خلک چې قبضیت وي له دې ستونزې سره مخ کیږي. کوم چې سطحي چاود وي د پرې شوي کاغذ شکل لري، په سترګو یې لیدل ستونزمن وي او په څو اونیو کې خپله رغیږي. ځینې چې اوږدمهاله, ژور وي او خپله نه رغیږي او د نه رغېدو لامل یې د مقعد د داخلي سفېنکټر عضلې (anal sphincter muscle) کش کېدنه ده. د دې عضلې کش کېدنه د مقعد مخاط ته د وینې د لېږد یا جریان مخنیوی کوي او بلاخره د نه رغېدونکي ټپ لامل کیږي کوم چې د فضله موادو باکتریا عفوني یا میکروبي کولای شي. د کومو خلکو چې عمر زیات وي د قبضیت له امله پکې د مقعد درز پیدا کیږي، په سپینګیرو کې که چېرې د مقعد دې برخې ته د وینې جریان بند شي د مقعد د درز پیدا کېدو لامل کیږي. له دې پرته په مقعد کې د درز یا چاود پیدا کېدو لاملونه نری رنځ یا تبرکلوز، مکروبي کېدل، د کارسینوما سرطان (carcinoma)، ایډز، د فضله موادو په دفع کې ستونزه، د جنسي اړیکې له لارې د ناروغیو انتقال ده. په هغو ښځو کې چې د زېږون پر وخت یې ستونزې ګاللې وي هم پیدا کېدای شي. کوم خلک چې د مقعد له لارې جنسي اړیکه نیسي هم له دې ستونزې سره مخ وي.
 
مخنیوی
کوم خلک چې زیات عمر لري ممکن لاندې سپارښتنې یې په مخنیوي کې مرسته وکړي:
۱ – د فضله موادو د دفع کولو پر وخت زور نه وهل، د قبضیت درملنه کول، د قبضیت د مخنیوي لپاره د خوړو وړ لرونکي فایبري خواړه کارول اړین دي، زیاتې اوبه څکل هم د قبضیت مخه نیسي، هر وخت نه خو کله کله د فضله موادو نرمونکي درمل کارونه، هغه څه نه کول کوم چې د قبضیت لامل ګرځي لکه ځای په ځای ډېر وخت ناسته او داسې نور.
۲ – د فضله موادو له دفع کولو وروسته له زېږه تشناب کاغذ کارولو ډډه کول، په اوبو استنجا هم ګټوره ده، له استنجا وروسته وچول هم په مقعد کې د چاود مخه نیسي.
 
۳ – که چېرې مخکینی درز یا چاود موجود وي یا هم تاسې یې د شتون په اړه شک وکړی نو نرمونکي غوړ پرې وکاروی کوم چې چاود نرم ساتي او د ټپ په درملنه یا رغېدنه کې مرسته کوي (هغه درمل یا هم مرهم کوم چې د بواسیرو یا نورو مقعدي ناروغیو لپاره کاریږي د مقعد د چاود لپاره ونه کاروئ ځکه چې دا ډول درمل د وینې واړه رګونه پړسوي او تنګوي او دې سیمې ته د وینې د جریان مخنیوی کوي کوم چې خپله د چاود لامل کېدای شي).
 
په کوچنیانو کې د مقعد د چاود مخنیوی
۱ – د کوچنیانو جذبونکې جامې هر وخت په دوامداره توګه بدلول لکه د پمپر یا داسې نورو لتو بدلونه کوم چې د ادرارو د جذب لپاره کاریږي. ماشوم ته په کافي اندازه مایعات ورکول.
 
درملنه
په مقعد کې د لنډمهاله او اوږد مهاله چاود لپاره (nitroglycerin or calcium channel blockers) د بېلګې په توګه (diltiazem) کارولای شی او کومې جراحي ته اړتیا نلري له دې پرته د مقعد په سفېنکټر عضله کې د (botulinum toxin) تذریق هم کافي ده.

Anal fissure 1
Anal fissure By Bernardo Gui
Piles and anal fissure 01
Piles and anal fissure 01 By Dr. K.-H. Günther, Klinikum Main Spessart, Lohr am Main

Anal fissure 2
Anal fissure By Bernardo Gui

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons