Anura – انورا

انورا ډلې ته د (Salientia) نوم هم اخلي، د امفیبیا کلاس (class Amphibia) یوه تر ټولو لویه ډله ده چې د نرم پوستکي او د زیږه پوستکي چونګښې پکې شاملې دي. په انګرېزۍ کې فراګ نوم (frog) هغو چونګښو ته کاریږي چې اوږدې پښې نرم په بلغم ډوله ماده پوښلی پوستکی ولري خو ټاډ (toad) نوم هغو مختلف ډوله چونګښو ته کاریږي چې لنډې پښې او زیږ پوستکي لري. د بوفونیدای کورنۍ (family Bufonidae) چونګښې ریښتیني ټاډ (true toads) ګڼل کیږي.
 
تر اوسه تقریبا ۵۴۰۰ د انوران ډولونه پېژندل شوي. واړه لاروای بچیانو ته یې (tadpole) نوم اخلي. د نړۍ په ځینو برخو کې د چونګښو پښې خوړل کیږي او ځینې چونګښې د حشرو د کنټرول کولو لپاره کاریږي. د ځینو چونګښو پوستکی زهر ترشح کوي او د امریکا هندیان یې دغه زهر د غشي او نیزې په سره کې کاروي. ځینې ساینسپوهانو یې د زهرو مطالعه پېل کړې تر څو په دې وپوهیږي چې په درملو کې هم کارېدلای شي او کنه.
Frog anatomy tags
Frog anatomy Picture taken by Jonathan McIntosh

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons