Attack aircraft – برید کوونکې الوتکه

په انګرېزۍ کې ورته (strike aircraft, or attack bomber) نومونه هم اخلي. یوه تکتیکي نظامي الوتکه وي اساسي دنده یې بم غورزونه ده خو د بم غورزونکې الوتکې (bomber aircraft) سره یې بنسټیز توپیر داده چې هدف دقیق وېشتلای شي، دوېم توپیر یې داده چې د ټیټې کچې له هوایي دفاعي سیستم سره د بم اچولو پر وخت مخ کېدای شي. د الوتکو دا کلاس د ځمکني پوځ د ملاتړ لپاره کاریږي تر څو د ځمکني پوځ سره نږدې د دښمن پوستې یا پټنځایونه او بېړۍ له منځه وېسي. د دښمن نظامي فعالیت ته هم ځواب وایي. کومې الوتکې چې په سمندر کې په بېړیو برید نه کوي د (ground-attack aircraft) نوم هم ورته اخلي. جنګ کوونکې الوتکې (fighter aircraft) هم ډېر وخت د برید کوونکو الوتکو دنده ترسره کوي.

RAF Harrier GR9
RAF Harrier GR9 By Staff Sgt. Aaron Allmon

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons