Bolivian squirrel – د بولیویا نولی یا ډانګلکی

د ډول علمي یا ساینسي نوم یې (Sciurus ignitus) ده. په سکیوریوس نسل کې د ونې د نولیانو یو ډول ده. په سوېلې امریکا کې پیدا کیږي. د سر او تنې اوږدوالی یې له ۱۴ تر ۲۲ سانتي متره پورې او لکۍ یې هم تقریبا همدومره اوږدوالی لري. له ۱۸۰ تر ۲۴۰ ګرامه پورې وزن کوي. رنګ یې تېز زیتون ته ورته ده خو په رنګ کې زېړ او تور وېښته هم لري. د تنې لاندې برخه یې سپین رنګه وي.
 
د ورځې لخوا فعالیت کوونکی او هر څه خوړونکی ده. خواړه یې مرخیړي، مغزي، تخمونه او حشرې دي. یوازې ژوند کوونکي دي او خپلې ځالې له پاڼو او لښتو جوړوي. په اګسټ کې جنسي نزدیکت کوي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
فرعي ډله سکیورومورفا
کورنۍ سکیوریډای
فرعي کورنۍ سکیورینای
قوم سکیوریني
نسل سکیوریوس
Sciurus ignitus (19168910998) 1
A Bolivian Squirrel in eastern Bolivia. Photo by Dick Culbert from Gibsons, B.C., Canada

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons