Braford – برافورډ غوییز

د هېرفورډ او براهمن غوییزو دوه رګه شوی نسل دی. برافورډ غوییز ۳/۸ براهمن او ۵/۸ هېرفورډ دی. د دواړو نسلونو ځانګړنې په ځان کې لري. رنګ یې لکه د هېرفورډ غوییزو په څېر سور وي، سر، د ګېډې لاندې برخه او پښې یې سپینې وي. د بدن څورب والی یې براهمن ته ورته دی.

په بنسټیزه توګه د غوښې لپاره ساتل کیږي خو ځینې خلک یې د نندارې لپاره هم ساتي. نسل یې په استرالیا کې په ۱۹۴۶ کې او په فلوریډا کې په ۱۹۴۷ کې اخیستل شوی. د غوړ لرونکي پوستکي، د زیاتو خولو مرغړیو لرلو له امله له تودوخې او کټملو سره مقاومت لرونکي دي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons