British White cattle – د انګلستان سپین غوییز

په طبیعي توګه بې ښکرو غوییز دي. په سپین رنګ کې تور یا سره خاپونه لري. نسل یې یوازې د غوښې لپاره اخیستل کیږي. د نسل په اړه یې مستند مالومات له ۱۷ پېړۍ موجود دي. په خپل رنګ کې د سره رنګ لرلو لامل یې د سره رنګ الېل لرل دي. مخکې یې نسل په انګلستان او ایرلنډ کې بې کچې زیات ساتل کېدونکی نسل وو. د ښکلا لپاره یې پارکونو کې پادې د څو پېړیو په اوږدو کې ساتل کېدې. په جنتیکي توګه د انګلستان له پارک سپینو غوییزو سره تړاو لري یوازې توپیر یې د ښکرونو نه لرل دي او ګمان کیږي چې د پارک سپینو غوییزو نسل له همدې غوییزو اخیستل شوی وي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons