Chilean rock rat – د چیل د ډبرو موږک

د ډول علمي نوم یې (Aconaemys fuscus) دی. په اوکتودونتیدای کورنۍ (family Octodontidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. د ارجنټینا او چیل د اند غرونو په لوړو کې پیدا کیږي. لنډې لکۍ لري. توکو توکو موږکانو ته ورته والی لري خو جوړښت یې لکه د توکو توکو موږکانو په څېر د ځمکې لاندې ژوند کولو ته نده برابر. د تنې پاسه برخه یې تېز نسواري رنګ لري او د تنې لاندې برخه یې له سور رنګه نسواري تر سپین رنګ پورې وي. د سر او تنې اوږدوالی یې له ۵ تر ۷ انچه پورې او له ۲ تر ۳ انچه پورې اوږده لکۍ لري.

 
اصلي ځای یې په سوېلې امریکا کې د چیل او ارجنټینا د اند غرونو لوړې دي. د بامبو کڼکي یا نی په ځنګلونو کې ژوند کوي. سمڅې جوړونکی دی او خپل غارونه د شبکې شکل کې باسي. د شبکې هر غار تر یو متر پورې اوږدوالی لري. په کالونۍ کې ټولنیز ژوند کوي او خواړه یې ریښې او تخمونه دي. د شپې لخوا فعالیت کوونکی دی خو کله کله د ورځې لخوا هم فعال وي. خواړه ذخیره کوي تر څو په ژمي کې د واورې لاندې ځان پرې تغذیه کړي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
فرعي ډله هیستریکومورفا
کورنۍ اوکتودونتیدای
نسل اکونایمیس

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons