Crude oil – خام تیل

نفتي مایع ده کومه چې د ځمکې په قشر کې د ډبرو د جوړښت په ژورو برخو کې جمع شوې وي او په کیمیاوي تولیداتو کې د کارونې لپاره یا هم د تیلو په توګه د سوځولو لپاره راوېستل کیږي. خام تیل د الوتونکو مایعاتو د هایدروکاربونونو مخلوط وي (یو ترکیب ده د کوم چې عمده اجزا هایدروجن او کاربن ده) خو کمه اندازه نایټروجن، سلفر او اکسیجن هم لري. دا عناصر یو پېچلی مالیکولي جوړښت رامنځته کوي او ځینې یې په اسانۍ نشي پېژندل کېدای. د ډول او کیفیت توپیر په پام کې له نیولو پرته ټول خام تیل په خپل وزن کې له ۸۲ تر ۸۷ % پورې کاربن لري او په خپل وزن کې له ۱۲ تر ۱۵ % پورې هایډروجن لري.
 
د هایدروکاربن ترکیب یې توپیر لري او د ترکیب د توپیر له مخې په (paraffins, naphthenes, and aromatics) نومونو پېژندل کیږي. پارافین (paraffins) په خامو نفتو کې تر ټولو عام هایدرو کاربونونه دي؛ ځینې مایع پارافین د پټرولو یا ګاسولینو (gasoline or petrol) عمده جوړونکي دي او له همدې امله زیات ارزښت لري. نفتینز (naphthenes) د تصفیې په ټولو تولیداتو کې اړین جز ده خو د تصفیې په پروسه کې اسفالټ یا قیر ته ورته پاتې شوني هم جوړوي. اروماټیک (aromatics) د ډېرو خامو تیلو کمه برخه جوړوي. په خامو نفتو کې تر ټولو عام اروماټیک بنزین (benzene) ده.
 
همداسې د خامو نفتو فزیکي خواص یا ځانګړنې هم زیات توپیر لري د بېلګې په توګه رنګ یې له بر رنګه تر تور رنګ پورې شته. تر ټولو اړینه فزیکي ځانګړنه یا خاصیت یې مخصوص وزن (specific gravity) ده (مخصوص وزن په معیاري حالتونو کې د وزن نسبت له خالصه اوبو سره د نفتو برابر حجم یا هم په بله مانا د یوې مادې د غلظت نسبت له یوه معیاري غلظت سره پرتله کوونه ده معمولا اوبه د مایعاتو لپاره او جامد معیار ده همداسې هوا د ګاز لپاره). د پېټرولیم صنعت د ( American Petroleum Institute) مخصوص وزن کاروي لاندې یې مخصوص وزن وګورئ :
Heavy: 10–20° API gravity
Medium: 20–25° API gravity
Light: above 25° API gravity
 
خام تیل د خوږو او تروو په کټګوریو هم وېشل کیږي کوم چې د سلفر له کچې سره تړاو لري؛ سلفر په خامو نفتو کې د عنصر په توګه موجود وي او یا هم د ترکیب په شکل کې لکه هایډروجن سلفایډ. د خوږو خامو تیلو په وزن کې ۰.۵ % یا تر دې کم سلفر موجود وي او په تروو خامو تیلو کې ۱% یا هم تر دې زیات سلفر موجود وي. معمولا څومره چې خام تیل درانده وي همدومره یې سلفر زیات وي. د تصفیې پر وخت زیات سلفر له تولید څخه لرې کیږي ځکه چې سلفر اوکسایډ که د احتراق پر وخت اتموسفیر کې پرېښودل شي نو اتموسفیر یا هوا ککړوي.
 
په متحده ایالتونو کې د خامو تیلو کچه د انګلستان په واحد بیلر باندې کیږي، په هر بیلر کې ۴۲ ګیلنې خام تیل ځایږي خو د نړۍ په ډېرو برخو کې د خامو تیلو کچه د وزن په واحد میټریک ټن باندې کیږي. د متحده ایالتونو د سپکو تیلو یو بیلر تیل تقریبا ۱۳۹ کیلو ګرامه وزن لري او د سپکو تیلو یو میټریک ټن ۲۵۲ امپریالستي ګیلنې او د متحده ایالتونو ۷.۲ بیلره تیل وي.
 
خام تیل د ځمکې لاندې په مختلفو فشارونو کې رامنځته کیږي او فشار یې له ژوروالي سره تړاو لري. په خامو تیلو کې طبیعي ګاز هم موجود وي او د فشار له امله مایع کې ساتل شوی وي، همداسې اوبه هم پکې بهیږي ټول مواد د وسایلو په ذریعه د جلا کېدو لپاره راغونډیږي. د تصفیې لپاره که چېرې نږدې وي په تونلونو کې لېږل کیږي که لرې وي په ټانکرونو او اورګاډو کې لېږل کیږي.
 
خام تیل لمړی د تصفیې لپاره لېږل کیږي چېرې چې لمړی د هایدرو کاربن زیات شکلونه کوم چې په خامو تیلو کې موجود دي جلا کیږي جلا کېدنه د نږدې ځانګړنو یا خواص پر بنسټ کیږي؛ دوېم ګام کې جلا شوي هایډرو کاربن په کیمیاوي توګه د خپلې خوښي په تولید بدلوي؛ درېم ګام کې هغه عناصر او ترکیبونه ترې جلا کیږي چې د تصفیې شرکت یې نغواړي. د خامو تیلو د هایدرو کاربونونو د جلا کېدو اصلي بهیر تقریبي تقطیر ده. کوم خام تیل چې په نسبتي یا تقریبي توګه جلا شوي وي د نورو بهیرونو له لارې په مختلفو نورو تولیداتو بدلیږي لکه ګاسولین یا پټرول، ډیزل، بنزین او اسفالټ.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons