Cyclone – ګرد باد

ګرد باد د بادونو هر هغه لوی سیستم چې د کم فضاي فشار لاندې دوراني خوځښت یا حرکت کوي په شمالي نیمه کره کې د ساعت د ستنې په څېر خو د ستنې د حرکت د لوري برعکس لور ته تاویږي او په جنوبي نیمه کره کې د ساعت د ستنې د حرکت د لوري په لور تاویږي. ګرد بادونه پرته د استوایي کمربند څخه تقریبا د نړۍ ټولو سیمو ته سفر کوي او معمولا له باران او واورې سره تړاو لري. د انټیکلون (Anticyclones) په زېاتو سیمو کې هم دا باد لږیږي.
انټیکلون (Anticyclones) — سایکلون ته ورته باد ده خو د فشار مرکز ېې لوړ ده په شمالي نیمه کره کې د ساعت د ستنې په څېر د ساعت د ستنې د حرکت د لوري په لور او په جنوبي نیمه کره کې د ساعت د ستنې په څېر خو د ستنې د حرکت د لوري برعکس لور ته تاویږي —
انټیکلون بادونه تر سایکلونو بادونو په سرعت کې کم دي او د کومه ورېدنه نه رامنځته کوي.
سایکلون ګرد بادونه عمدتا د دواړو نیمو کرو په منځنیو او لوړو عرض البلدونو کې رامنځته کیږي. په جنوبي نیمه کره کې چې د ځمکې ډېره سطحه د سمندر اوبو پوښلې نو د سایکلون بادونه په منظمه توګه په جغرافیایي طول یا طول البلد کې سره وېشل کیږي او د لرې جنوب په لور حرکت کوي او ۶۰° عرض البلد کې خپلې بشپړ ودې ته رسیږي. په شمالي نیمه کره کې دا وضعېت په بشپړ توګه توپیر کوي. په شمالي نیمه کره کې لوړ غرونه د دې بادونو په جوړښت کې مداخله کوي او د پام وړ توپیر پکې رامنځته کوي.
کوم سایکلون بادونه چې د استوا خط ته نږدې له ۱۰° تر ۲۵° جغرافیایي عرض یا عرض البلد کې رامنځته کیږي له هغو سره توپیر لري چې د استوا له خط څخه بهر (extratropical) کې رامنځته کیږي چې د استوا خط ته نږدې کې رامنځته کېدونکو سایکلون بادونو ته د (tropical cyclones) نوم اخلي کوم چې په قطر کې ډېر واړه دي. او د استوا له خط څخه لرې کوم چې لوی قطر لري د (extratropical cyclones) په نامه یادیږي او تقریبا له ۱۰۰۰ تر ۴۰۰۰ کیلو متره پورې پراخه دي. د استوا خط ته نږدې بیا له ۱۰۰ تر ۱۰۰۰ کیلو متره پورې پراخه دي. د استوا خط ته نږدې ېې ډېر سرعت لري چې په ثانیه کې تر ۹۰ متره (ساعت کې ۲۰۰ مایله) پورې ېې سرعت رسیږي. کوم چې د استوا له خط څخه لرې دي په ثانیه کې تر ۳۰ متره (ساعت کې تر ۶۷ مایله) پورې ېې سرعت رسیږي.

ځنې خلک سایکلون یا ګرد باد په محاوره یا خبرو کې بړبوکۍ (tornado) یا د دوړو ګردو شیطانانو (dust devils) ته هم کاروي کوم چې فضا کې نه بلکې د ځمکې د سطحې له پاسې باد ده او د سایکلون مخالف جهت یا لوري ته تاویږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons