Domestic Shorthair Cat – کورنۍ د لنډو وېښتو پیشوګانې
د بریتانیا د لنډو وېښتو پیشو (British Shorthair) نوم هم ورته اخلي. د کورنیو پیشوګانو نسل ده او ډېر وخت دا نوم هغو پیشوګانو ته رجوع کوي چې په ښارونو کې وحشي ژوند لري په انګرېزۍ کې د ښارونو وحشي پیشوګانو ته (alley cat) نوم اخلي. دا پیشوګانې ګرد سرونه، د پښو ځواکمن هډوکي، ګردې سترګې او غوږونه لري. بدن یې مختلف رنګونه لري یوازې کم پیدا کېدونکی رنګ یې نیله کریمي رنګ ده خو تر ټولو عام رنګ یې نیله، نصواري، سور او سلوري رنګ ده په انګرېزۍ کې دې ډول رنګ ته (tabby) وایي. په انګلستان کې ځکه بریتانیایي د لنډو وېښتو پیشو نوم ورته اخلي تر څو له بهرنیو هغو نسلونو سره یې توپیر وشي چې لنډ وېښته لري.
Comments
So empty here ... leave a comment!