Dwarf scaly-tailed squirrel

د ډول علمي نوم یې (Anomalurus pusillus) ده. په انومالیوریډای کورنۍ (family Anomaluridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول ده. په کامېرون، ګینې، یوګاندا، ګابون او کانګو کې پیدا کیږي. د شپې لخوا په ونو کې ژوند کوونکی ده. د معتدلو او نیمه معتدلو سیمو دټیټو ځمکو په باراني ځنګلونو کې ژوند کوي. د پښو او تنې ترمنځ غشاء یا پرده یې وړتیا ورکوي چې له یوې بلې ونې ته ټوپ کړي. په کومو ځنګلونو کې چې اوسیږي د انسانانو لخوا تر اوسه ندي وهل شوي او د ژوند لپاره چاپېریال یې تر اوسه نده ویجاړ شوی. د سر او تبې اوږدوالی یې له ۷ تر ۱۰ انچه پورې او د لکۍ له ۴ تر ۷ انچه پورې وي، وزن یې له ۱۷۰ تر ۳۰۰ ګرامه پورې رسیږي.

ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
فرعي ډله انومالیورومورفا
کورنۍ انومالیوریډای
نسل انومالیوروس
AnomalurusPusillusSmit
Anomalurus pusillus. Author of image Joseph Smit  (1836–1929)

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons