Eastern gray squirrel – د ختیځ خړ نولی

د ډول علمي نوم یې (Sciurus carolinensis) ده. د خړ نولي په نوم هم یادیږي. په سکیوریوس نسل کې د نولي یو ډول ده. د شمالي امریکا په ختیځ کې پیدا کیږي. په شمالي امریکا کې طبیعي د ځنګل خپرونکی او بیا تولیدونکی ګڼل کیږي ځکه چې تخمونه خښوي. . د نړۍ ډېرو سیمو ته یې نسل انتقال شوی. د بدن رنګ یې خړ ده خو ځینې نسلونه یې نسواري ته ورته رنګ هم لري. د تنې لاندې برخه یې سپین رنګ لري. ببرې لکۍ لري. د سر او تنې اوږدوالی یې له ۲۳ تر ۳۰ سانتي متره او د لکۍ له ۱۹ تر ۲۵ سانتي متره پورې وي. وزن یې له ۴۰۰ تر ۶۰۰ ګرامه پورې رسیږي. نر او ښځه یې د جنسیت توپیر نلري. که چېرې پرېمانه خواړه پیدا کړي خپل ځان پرې تغذیه کوي او پاتې شوي خواړه په یوه محفوظ ځای کې خښوي تر څو وروسته بیا ځان پرې تغذیه کړي. ډېر خښ کړي او هېر شوي تخمونه یې په پسرلي کې شنه کیږي.
 
په کال کې دوه ځلې د مثل تولید کوي. خو وړه بې تجربې ښځه یوازې یو ځل بچیان زېږوي. لمړی ځل په پسرلي او دوېم ځل په اوړي کې بچیان زېږوي. که چېرې خواړه پرېمانه وي نو دوه بچیانو زېږولای شي خو که چېرې خواړه نه وي ممکن بچیان ونه زېږوي. د مثل تولید موده یې له دسمبر تر فېبروۍ او له مې تر جون پورې وي. په دې موده کې که چېرې اومیندواره نشي او یا یې بچیان مړه شي بیا ځلې جنسي نزدیکت کوي تر څو نور بچیان وزېږوي. د سپېمه کېدو پر مهال په نیم کیلو متر واټن کې له ۳۰ تر ۳۵ پورې نران ځانته جذب کوي. د بلاربښت موده یې تر ۴۴ ورځو پورې وي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
فرعي ډله سکیورومورفا
کورنۍ سکیوریډای
فرعي کورنۍ سکیورینای
قوم سکیوریني
نسل سکیوریوس

Eastern Grey Squirrel
Eastern Grey Squirrel (Sciurus carolinensis) in Florida. Photo by BirdPhotos.com
Fat squirrel enjoying a snack
Grey squirrel (aka gray squirrel). Photo by WorldOfCardGames
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons