George D. Widener – جورج ډي وایډېنر

د ۱۸۸۹ کال، د مارچ په ۱۱ نېټه، په فیلادېلفیا کې زېږېدلی او د ۱۹۷۱ کال، د ډسمبر په ۸ نېټه، د پېنسیلوانیا په چېسټ نټ کې مړ شوی. د مالیاتو متخصص، د تورو برېډ اسونو نسل اخیستونکی، روزونکی او سپرلۍ کوونکی وو.
 
د فیلادېلفیا د یوې شتمنې کورنۍ وو، په (deLancey School) ښونځي کې یې شخصي زده کړې کړي، لمړی یې د خپلې کورنۍ په چارو کې مرسته وکړه او له زده کړو وروسته یې په (Electric Storage Battery Company) او (Provident National Bank) کې د ریس په توګه دنده ترسره کړې. په ۱۹۱۶ کال کې لکه د خپلې کورنۍ په څېر یې له اسونو سره مینې ته دوام ورکړ. او تر خپل مرګه پورې یې د مختلفو لوبو ګټونکي اسونو روزنه او نسل اخیستنه کړې.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons