Insect – حشره

د کلاس نومونه یې انسکټا او هیګزاپوډا (class Insecta or Hexapoda) دي، د تر ټولو غټ فایلم ارتروپوډا (phylum Arthropoda) غړي دي. حشرې په برخو وېشل شوی بدن لري، پښې مفصلونه لري، بدن یې بهرنی اسکلیټ لري کوم ته چې عامه انګرېزي کې (external skeleton) نوم اخلي خو د زولوجي نوم یې (exoskeleton) ده. له نورو ارتروپوډ سره یې توپیر په بدن کیږي. د حشرو بدن په درې عمومي برخو وېشل شوی وي لمړۍ برخه یې سر وي کوم کې چې خوله او د خولې برخې، سترګې او انتنونه یا ښکرونه شامل وي؛ دوېمه برخه یې په درې برخو وېشل شوې سینه (thorax) ده کومه کې چې ډېر وخت درې جوړې پښې وي خو د ځینو بلوغ ته رسېدلو په سینه کې وزرې هم وي؛ درېمه برخه یې په زیاتو برخو وېشل شوې ګېډه یا بطن ده په کومه کې چې د هاضمې، د ادرارو د دفعې او د مثل د تولید غړي موجود وي.
 
په عامه معنا کې چې ټول ورسره اشنا دي حشرې د افت او ناروغیو راوړونکو ته رجوع کوي لکه کټمل (bedbug)، لکه مچان (housefly)، افېډ یا اې فېډ (aphid)، جاپانۍ ګونګټې (Japanese beetles)، میاشي (mosquitoes)، ورګې (fleas)، کمبلی یا شاپیرک (butterfly) او پتنګ (moth). خو ځینې حشرې بیا ګټورې دي او د ګلانو یا بوټو القاح ترسره کوي، ګټور تولید لري د بېلګې په توګه لکه د شاتو مچۍ چې شات تولیدوي او په ورته وخت کې د زیاتو ګلانو په القاح کولو کې مرسته کوي، نورې حشرې چې افت ګڼل کیږي له منځه وړي لکه غڼې په شولو کې، همداسې خپله د نورو ژو لپاره خواړه دي. په بیولوجي او ایکولوجي کې له زیات شمېر تشرېحاتو سره مرسته کوي. همداسې د جنتیک په اړه زیاته ساینسي پوهه د میوې له مچ (fruit fly) څخه ترلاسه شوې. حشرې ډېر وخت د هورمونون د فعالیت، د حس او عصابو او د فزیلوجیکي بهیرونو د مطالعې لپاره هم کاریږي. حشرې د چاپېریال د کیفیت ښودونکې هم دي له کوم څخه چې د اوبو شتون او د خاورې کیفیت مالومیږي.
Insect collage
Insect collage By Bugboy52.40

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons