Kawasaki Ki-32

په جاپانۍ ژبه کې (九八式軽爆撃機 Kyuhachi-shiki keibakugekiki) لیکل کیږي، د دوېمې نریوالې جګړې پر مهال د جاپان سپکه بم غورزونکې الوتکه وه. په منځ کې وزر لرونکې (mid-wing) الوتکه وه، یو ماشین او د دوه پیلوټانو لپاره یې ځای لره. جوړونکی شرکت یې (Kawasaki Kōkūki Kōgyō K.K) دی، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۳۷ کال په مارچ کې کړې، پوځي کارونه یې په کال ۱۹۳۸ کې پیل شوې، په کال ۱۹۴۲ کې تقاوت شوي، اساسي کارونکي یې (IJA Air Force and Manchukuo Air Force) وو.  د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۸۵۴ دی. د مانچوکو او اندونیزیا هوایي ځواکونو هم کارولي.
 
پیلوټان : دوه
اوږدوالی : ۱۱.۶۵ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۵ متره
لوړوالی : ۲.۹۰ متره
د وزرو سطحه : ۳۴ متر مربع
بې وسایلو وزن : ۱۰۶۶ کیلو ګرامه
پاور پلنټ Kawasaki Ha-9-IIb liquid-cooled inline V12 engine, 634 kW (850 hp)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۴۲۳ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ : په دقیقه کې ۱۵۰۰ فټه
په وزرو کې د وزن ظرفیت : په متر مربع کې ۱۰۴ کیلو ګرامه
وسله : دوه ۷.۷ اېم اېم ماشیندارې، تر ۴۵۰ کیلو ګرامه پورې بمونه
Ki-32 Mary in flight2
Ki-32 Mary in flight2

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons