Kerosene – د خاورو تېل

په انګرېزۍ کې (kerosine) هم لیکل کیږي او د (paraffin or paraffin oil) په نومونو هم پېژندل کیږي. د اور اخیستنې وړ هایدروکاربن مایع ده او په اساسي توګه د تېلو په توګه کاریږي. زېړ یا بې رنګه رنګ لري او بد بوی کوي. له خامو تیلو ترلاسه کیږي او په کورونو کې په څراغونو، تنورونو او نورو وسایلو کې د سوزېدو لپاره کاریږي. له دې پرته په حشره وژونکو کیمیاوي توکو، د جیټ په ماشین او محلل په توګه په ګریسو کې کاریږي.
 
په کیمیاوي توګه د خاورو تیل د هایدرو کاربونونو مخلوط ده. کیمیاوي ترکیب یې له سرچینې سره تړاو لري خومعمولا تر ۱۰ پورې مختلف هایدرو کاربونونه پکې شامل وي او په هر مالیکول کې یې له ۱۰ تر ۱۶ پورې د کاربن اتومونه موجود وي.
 
په ۱۸۴۰ لسیزه کې د کاناډا ډاکټر ابراهم ګېزنر (Abraham Gesner) کشف کړي. په اساسي توګه له (coal tar) او (shale oils) څخه جوړېدل خو په کال ۱۸۵۹ کې په پنسلوانیا کې چې کله (E.L. Drake) کان وکینده نو ډېر ژر د خاورو د تېلو د لاسته راوړنو سرچینه خام تېل شو. د څو لسیزو لپاره یې ځکه ارزښت لره چې په ډیوه او څراغ کې کارېدل خو کله چې برېښنایي ګروپ اختراع شو خپل ارزښت یې له لاسه ورکړ. خو کله چې د پټرولو ماشینونه جوړ شول ارزښت یې ترکچې زیات کم شو خو د نړۍ په زیاتو برخو کې چې ډېر وروسته پاتي تر اوسه په څراغونو کې او سوزېدو لپاره د خاورو تیل کاروي.
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons