Lobster – استوانه اي چنګاښ

مختلف ډوله سمندري سخت پوستي چې د ارتروپوډا فیلوم (phylum Arthropoda)، دیکا پوډوا ډله (order Decapoda) کې شامل دي. ریښتینی استوانه اي چنګاښ (true lobsters) د هوماریدای یا نیفوروسیدای کورنۍ (Homaridae or Nephropsidae) جوړوي، ازغن استوانه اي چنګاښ (crayfish) د پالینوریدای کورنۍ (Palinuridae)، بېلچه یا چپلکه استوانه اي چنګاښ (slipper, Spanish, or shovel lobsters) د سیلاریدای کورنۍ (Scyllaridae) د ژور سمندر استوانه اي چنګاښ (deep-sea lobsters) د پوليکیلیدای (Polychelidae) کورنۍ کې شامل دي. ټول په سمندر کې ژوند کوي او ډېری یې د شپې لخوا د سمندر تل کې فعال وي. خواړه یې کبان، مردار شوي ژوي او د نرم بدن حلزون دي. ازغن چنګاښ (crayfish) یې د انسانانو لپاره د خوړو په توګه سوداګریز ارزښت لري.
 
بدن یې سخت ده، په برخو وېشل شوی، پنځه جوړه پښې لري او یوه بله جوړه پښې چې ډېر وخت په پنسونو بدلیږي او معمولا یو پنس له بل څخه غټ وي. د خوځښت وړ ساقې کې ترکیبي سترګې لري. دوه اوږده انتونونه لري. عضلاتي لکۍ لري چې د لامبو وهلو لپاره یې کاروي.
KreeftbijDenOsse
European lobster (Hommarus gammarus) By Bart Braun

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons