Lord Derby’s scaly-tailed squirrel

د ډول علمي نوم یې (Anomalurus derbianus) ده. د انومالیوریډای کورنۍ (family Anomaluridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول ده. اصلي ځای یې افریقا ده. نوم یې د (Edward Smith-Stanley) له نوم څخه اخیستل شوی. د لوېدیځې او مرکزي افریقا د معتدلو او نیمه معتدلو سیمو په باراني ځنګلونو کې ژوند کوي. په انګولا، کامېرون، کونګو، ګابون، غانا، کینیا، لایبیریا، مالاوي، مزمبق، نایجیریا، تانزانیا، یوګاندا او زامبیا کې پیدا کیږي. د شپې لخوا ژوند کوونکی ده. د ونو په سوریانو کې ځالې جوړوي او د ورځې لخوا په همدې ځالو کې پټیږي. یوازې یا جوړه ژوند کوي. د پښو او تنې ترمنځ د پردې په ذریعه تر ۲۵۰ متره پورې له یوې ونې بلې ونې ته ټوپ وهلای شي. خواړه یې د بوټو پاڼې، شنه مغزي او ګلان دي.
Anomalurus derbianus (Anomalurus fraseri) - Museo Civico di Storia Naturale Giacomo Doria - Genoa, Italy - DSC02772
Photo by Daderot

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons