Mexican fox squirrel – د مکسیکو ګیدړ نولی

د ډول علمي نوم یې (Sciurus nayaritensis) ده. په سکیوریوس نسل کې د ونې د نولي یو ډول ده. په مکسیکو کې پیدا کیږي، شمال لور ته د متحده ایالتونو په اریزونا کې هم شته دي. همدې ډول او یا د دې ډول فرعي ډلونو ته په سیمه کې خلک د (Nayarit, Apache, or Chiricahua fox squirrel) نومونه هم اخلي. نسل یې ډېر کم او د ورکېدو له خطر سره مخ ده. د تنې د پاسه برخې رنګ یې خړ نسواري وي د تنې لاندې برخه یې زېړ رنګ لري. هر کال کې دوه ځلې کوریز کوي. تقریبا تر ۷۰۰ ګرامه پورې وزن کوي. په ونو کې ژوند کوونکی ده، خپلې سیمې نه ټاکي، په ژمي کې د ژمي خوب نکوي د ورځې فعالیت کوونکی ده. خواړه یې ګلان، مرخیړي او تخمونه دي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
فرعي ډله سکیورومورفا
کورنۍ سکیوریډای
فرعي کورنۍ سکیورینای
قوم سکیوریني
نسل سکیوریوس
Chiricahua fox squirrel
Chiricahua fox squirrel (Sciurus nayaritensis).

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons