Mountain beaver – غرنی د اوبو کوچنډی

په اپلودونتي ایدای کورنۍ (family Aplodontiidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. په اپلودونسیا نسل (genus Aplodontia) کې یوازینی ډول دی. په شمالي امریکا کې پیدا کیږي او د شمالي امریکا او اوراسیا له ریښتینو د اوبو کوچنډیانو سره کوم نږدې تړاو نلري. خړ یا نسواري رنګ کې وي او یاد رنګونه یې سوروالی یا توروالی لري.
 
لنډه لکۍ لري، وزن یې له ۵۰۰ تر ۸۰۰ ګرامه پورې رسیږي. د سر او تنې اوږدوالی یې له ۲۶ تر ۴۶ سانتي متره پورې رسیږي او لکۍ یې تر ۴ سانتي متره پورې وي. په لوند ځای کې ژوند کول خوښوي. خواړه یې د ونو تخمونه دي. خپلو خوړو پسې تر څو متره ونو ته خیژي او یا هم د ځمکې په سر هغه خواړه خوري چې د نورو ژو لپاره زهرجن دي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
فرعي ډله سکیورومورفا
کورنۍ اپلودونتي ایدای
نسل اپلودونسیا
Immature mountain beaver
Immature mountain beaver (Aplodontia rufa). Photo by Gary M. Fellers, USGS

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons