Octodontidae – اوکتودونتیدای کورنۍ

د شخوند وهونکو کورنۍ ده. په سوېلې او سوېل لوېدیځې امریکا کې پیدا کیږي. ټول پېژندل شوي ډولونه یې په ۷ نسلونو کې ځای شوي. تر ټولو زیات پېژندل شوی ډول یې عام ډیګو دی. د بدن اوږدوالی یې له ۱۲ تر ۲۰ سانتي متره پورې وي. ورېښمین وېښته لري، د بدن رنګ یې نسواري رنګه وي، د وېښتو لاندې برخه یې کم رنګه زېړ رنګ کې وي.
 
د اوکتودونت نوم یې د غاښونو له جوړښت څخه اخیستل شوی د غاښونو شکل یې د انګرېزۍ ژبې 8 ته ورته والی لري او په یونانۍ ژبه کې ۸ ته اوکتو وایي. ډېر ډولونه یې ټولنیز چلند لري، غار وېسوتونکي ژوي دي. پرته له ډیګو نور ډولونه یې د شپې لخوا فعالیت کوونکي دي. واښه خوړونکي دي او د خوړو ډېره برخه یې واښه، کاکتوس او پیاز غوټې جوړوي.
 
ځینې پوهانو وړاندیز کړی وو چې اوکتودونتید باید په لاګومورفا ډله کې بیا ځلې ډلبندي شي خو نورو څېړنو او مطالعو د وړاندیز ملاتړ ونکړ. مخکې توکو- توکو هم په دې کورنۍ کې یوه فرعي کورنۍ وه خو اوسمهال جلا کورنۍ کې ډلبندي شوي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
فرعي ډله هیستریکومورفا
کورنۍ اوکتودونتیدای

په اوکتودونتیدای کورنۍ کې لاندې نسلونه شامل دي

Genus Aconaemys

Degu eating a piece of dried banana
A single degu (Octodon degus). Photo by Pierre Camateros

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons