Pegasus – پېګاسوس

د یونان په افسانو کې د وزرو لرونکی اس ده. کله چې د پېرسوس اتل (Perseus) له ګورکون مېدوسا ( Gorgon Medusa) څخه سر قلم کړ نو له وینې یې همدا اس جوړ شو. د اتېنا (Athena) یا پوسي ایدون (Poseidon) په مرسته د یونان بل اتل بېلېروفون (Bellerophon) پېګاسوس اس ونیوه او له سپرېدو وروسته یې له کایمېرا (Chimera) سره جګړه پیل کړه. له جګړې وروسته بېلېروفون غوښتل چې په اس باندې اسمان ته ولاړ شي خو بېلېروفون مړ شو او یا هم ګوډ شو او له اس څخه د ستورو ډله جوړه شوه کومه چې د زئوس (Zeus) یا د یونانیانو د خدای په خدمت کې ده.

The-Winged-Horse
Author of image Mary Hamilton Frye

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons