Pencil-tailed tree mouse – د پنسلي لکۍ د ونې مږه

د زړې نړۍ مږې او موږکان دي اصلي ځای یې سوېل ختیځه اسیا او شمال ختیځ هند ده. واړه په ونو کې ژوند کوونکي شخوند وهونکي ژوي دي. ډېری یې د معتدلو سیمو په باراني ځنګلونو کې پیدا کیږي. ټول ۸ ډولونه لري، دوه ډولونه یې اوسمهال له منځه تللي او شپږ ډولونه یې په اوسمهال کې ژوندي غړي لري. یو ډول (Chiropodomys gliroides) یې د سیمې په هر ځای کې پیدا کیږي.
 
د سر او تنې اوږدوالی یې له ۷ تر ۱۲ سانتي متره او د لکۍ له ۹ تر ۱۷ سانتي متره پورې رسیږي. د تنې د پاسه برخې رنګ یې خړ او نسواري وي، د لاندې برخې رنګ یې سپین وي. لکۍ یې کمه اندازه وېښته لري خو د لکۍ پای یې تر نورې برخې ډېر ببر وي او لکۍ ته د پنسل شکل ورکوي.
 
د (Chiropodomys gliroides) ډول یې د بامبو نی یا کڼکي په ځنګلونو کې عامې دي. د شپې لخوا ژوند کوي او د ورځې لخوا د بامبو په کڼکو کې په خپله ځاله کې خوب کوي. خواړه یې بوټي دي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ موریډای
فرعي کورنۍ مورینای
نسل کیروپودومیس
لاندې اته ډولونه پکې شامل دي او د پای لخوا دوه ډولونه یې اوسمهال ژوندي غړي نلري.
15I0304-笔尾树鼠 Pencil-tailed tree mouse (34223830063)
Pencil-tailed tree mouse (Chiropodomys gliroides). Photo by lonelyshrimp

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons