Peters’s squirrel – د پېټر نولی

د ډول علمي نوم یې (Sciurus oculatus) ده. په سکیوریوس نسل کې د ونې د نولیانو یو ډول ده. په مکسیکو کې پیدا کیږي. په لمړي ځل د جرمني په طبیعي فلسفې باورمند (Wilhelm Peters) په ۱۸۶۳کې تشرېح کړی وو. اوس یې درې نور فرعي ډولونه هم پېژندل شوي. په ونه کې ژوند کوونکی ده. د سر او تنې اوږدوالی یې له ۲۰ تر ۲۲ انچه پورې او د لکۍ تر ۱۰ انچه پورې وي. وزن یې له ۵۵۰ تر ۷۵۰ ګرامه پورې رسیږي. په فرعي ډولونو کې یې رنګ توپیر لري, د تنې د پاسه برخې رنګ یې خړ او د تنې د لاندې برخې رنګ یې کریمي وي. یوازې ژوند کوونکی د ورځې فعالیت کوونکی ده. خواړه یې تخمونه او میوې دي، په اوړي کې جنسي نزدیکت کوي او په دې وخت کې تر ۲۰ پورې نولیان په یوه ونه کې سره ډله کیږي.

ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
فرعي ډله سکیورومورفا
کورنۍ سکیوریډای
فرعي کورنۍ سکیورینای
قوم سکیوریني
نسل سکیوریوس

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons