Plains viscacha rat – د لوړو هوارو ویسکاچا موږک

نور نومونه یې (plains vizcacha rat, red viscacha rat, or red vizcacha rat ) دي. د ډول علمي نوم یې (Tympanoctomys barrerae) دی. په اوکتودونتیدای کورنۍ (family Octodontidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. په ارجنټینا کې پیدا کیږي. د سر او تنې اوږدوالی یې تر ۱۳ سانتي متره وي، لکۍ یې له تنې اوږده وي او تر ۱۵ سانتي متره پورې اوږدیږي. تر ۹۰ ګرامه پورې وزن کوي. نر یې له ښځې کمه اندازه غټ وي. د تنې پاسه برخه یې نخودي زېړ او د تنې لاندې برخه یې سپین رنګ کې وي. د شپې لخوا فعالیت کوونکي یوازې ژوند کوونکي دي.

ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
فرعي ډله هیستریکومورفا
کورنۍ اوکتودونتیدای
نسل تیمپانوکتومیس
Tympanoctomys barrerae
Tympanoctomys barrerae. Photo by Michael A. Mares

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons