Red squirrel – سور نولی

بل نوم یې د اوراسیا نولی (Eurasian red squirrel) ده. د ډول علمي نوم یې (Sciurus vulgaris) ده. په سکیوریوس نسل کې د ونې د نولیانو یو ډول ده. هر څه خوړونکی ده په اوراسیا کې پیدا کیږي. په دې تېرو کلونو کې یې نسل په ایرلنډ، انګلستان او ایټالیا کې ډېر زیات کم شوی او لامل یې په دې سیمه کې د شمالي امریکا د خړ نولي پرېښودل دي.
 
د سر او تنې اوږدوالی یې له ۱۹ تر ۲۳ سانتي متره او د لکۍ له ۱۵ تر ۲۰ سانتي متره پورې رسیږي. له ۲۵۰ تر ۳۴۰ ګرامه پورې وزن کوي. کله چې له یوې ونې بلې ته ټوپ وهي او یا د څانګو له پاسه منډې وهي خپله اوږده لکۍ د توازن ساتلو لپاره کاروي. تېرې منګولې لري او ونې ته په ختلو کې مرسته ورسره کوي. د لامبو وهلو ښه وړتیا لري. د سیمې او موسم له بدلېدو سره یې د بدن رنګ کې توپیر رامنځته کیږي د بدن رنګ یې له تور تر سور پورې شته ده. خو د تنې لاندې برخه یې تل کریمي سپین رنګ لري. په کال کې دوه ځلې کوریز کوي، د اوړي نري وېښته غورزوي او د ژمې ډبل وېښته یې وده کوي.
 
په ژمي کې د فېبروۍ او مارچ ترمنځ جنسي نزدیکت کوي په یو کال کې تر دوه پورې بچیان زېږوي. د بلاربښت موده یې تر ۳۹ ورځو پورې وي. یوازې مور یې د بچیانو پالنه کوي. تازه پیدا شوي بچیان یې کاڼه او پټې سترګې وي. د بچیانو وېښته یې په ۲۱ ورځو کې وده کوي، سترګې او غوږونه له درې یې تر څلورو اوونیو وروسته پرانیستل کیږي. تر ۴۲ ورځو پورې یې ټول غاښونه وده کوي. د ۸ او ۱۰ اوونیو ترمنځ یې مور له خپل ځانه جلا کوي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
فرعي ډله سکیورومورفا
کورنۍ سکیوریډای
فرعي کورنۍ سکیورینای
قوم سکیوریني
نسل سکیوریوس

Squirrel posing
A red squirrel in the forest (Sciurus vulgaris). Photo by Peter Trimming
Sciurus vulgaris in snow - Helsinki, Finland
A red squirrel in the snow in Helsinki, Finland. Photo by Tomi Tapio K from Helsinki, Finland
Eichhörnchen Düsseldorf Hofgarten Crisco edit
Photo by Eichhörnchen_Düsseldorf_Hofgarten.jpgRay eye
derivative work: Crisco 1492 (talk)
 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons