Red tree vole – سور د ونو سارایي موږک

د ډول علمي نوم یې (Arborimus longicaudus) ده. په اورېګون او کلیفورنیا ایالتونو کې پیدا کیږي. د کرېسېټیډای کورنۍ (family Cricetidae) شخوند وهونکی ژوی ده. ډېری یې د خپل ژوند ډېره برخه په یوه ونه کې تېروي که چېرې یې بچیان پیدا شي د یوې ونې په مختلفو برخو کې ژوند کوي. د شپې لخوا ژوند کوونکي دي. د تنې او لکۍ دواړو اوږدوالی یې له ۶ تر ۸ انچه پورې وي. واړه بچیان یې خړ رنګ لري له ودې کولو سره یې رنګ سور ته بدلیږي. د بلاربښت موده یې تر ۲۸ ورځو او له یوه تر څلورو پورې بچیان زېږوي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ کرېسېټیډای
فرعي کورنۍ ارویکولینای
نسل اربوریموس
Red tree vole
Red tree vole (Arborimus longicaudus). Photo by Stephen DeStefano, USGS

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons