Surveillance aircraft – د څارنې الوتکه

هغه الوتکې دي چې د څارنې لپاره کاریږي او د وخت په اوږدو کې مالومات راغونډوي. د څارنې الوتکې پوځ او ځینې نورې دولتي ادارې د استخاراتي موخې، د جنګي ډګر د څارنې، د فضا د څارنې او د سرحدي ګزمې لپاره کاروي. د څارنې په الوتکو کې اسلحه نشته وي او یا هم محدوده دفاعي اسلحه لري. د څارنې په ټولو الوتکو کې د غلا تګ وړتیا نه وي او ممکن له ملکي الوتکې جوړه شوې وي.
 
ځینې خلک دوه لفظونه کشف او څارنه (surveillance” and “reconnaissance) د یو بل مترادف په توګه کاروي خو په پوځي ژبه کې دواړه توپیر لري. د څارنې (surveillance) په نامه الوتکې په حقیقي وضعیت کې د بدلون څارنه کوي مګر د کشف (reconnaissance) په نامه الوتکې د څېړنو لپاره ستاتیستیک انځورونه اخلي. کله چې یادې دواړه ډوله الوتکې نه وې موجودې په انګرېزۍ کې (observation) لفظ د انسان له لوري څارنې ته کارېده چې په خپلو سترګو به یې د دښمن پټه څارنه کوله.
P-3B DN-SC-82-02246
P-3B DN-SC-82-02246 By PHAN J. Mason, USN

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons