Swiss Brown – د سویس نسواري غوییز

په جرمني ژبه کې ورته (Braunvieh) نوم اخلي مانا یې “نسواري غوییز” ده. د غوییزو د نسل یو ګروپ دی، نسل یې په سویس کې اخیستل شوی. په ټوله الپین سیمه کې شته دي. نسل یې د درې موخو لپاره اخیستل شوی وو : غوا ګانې د شیدو لپاره او غویي د غوښې او کار لپاره. اوسمهال عصري شوی نسل یې یوازې د شیدو لپاره ساتل کیږي.

د ۱۹ پېړۍ په پای کې دا ډول غوییز متحده ایالتونو ته هم صادر شوي او هلته ترې د شیدو لپاره د امریکا د سویس نسواري غوییزو په نوم نسل اخیستل شوی. له ۱۹۶۰ څخه د سویس نسواري غوییز په لویه کچه د امریکا غوییزو سره دوه رګه شوي.

ځانګړنې
نسواري یا خړ نسواري رنګ کې وي. تور پوز لري. غویی یې تر ۱۰۵۰ کیلو ګرامه او غوا یې له ۶۵۰ تر ۷۰۰ کیلو ګرامه پورې وزن کوي، د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد تر ۱۵۲ سانتي متره پورې لوړیږي. په غرنیو سړو سیمو کې له لنګېدو پس تر وچېدو پورې ۷۲۰۰ کیلو ګرامه شیدې کوي.

مخینه
د مرکزي سویس په شویتز سیمه کې له منځنیو پېړیو خړ نسواري غوییز ساتل کېدل او له همدې غوییزو یې نسل اخیستل شوی. د اینزیډېن (الماني تلفظ) یا اینسي ډېلن په نامه د راهبانو استوګنځای کې د ۱۴ پېړۍ اسناد موندل شوي په کومو کې چې د سویس نسواري غوییزو ته ورته غوییزو یادونه شوې او ورالبېرګ ته چې اوسمهال د اتریش برخه ده صادر شوي.

د نسواري سویس د یادون یا راجستر کېدنې لمړی کتاب له ۱۷۷۵ تر ۱۷۸۲ پورې موندل شوی. د ۱۷۹۵ کال داسې سند موندل شوی چې د سویس نسواري غوییز یې تر ټولو غوره او غټ غوییز پکې یاد کړي. په ۱۸۵۵ کال کې په پاریس کې نړیوال نندارتون کې نندارې ته هم وړاندې شوي. همداسې په لندن ښار کې ورته نندارتون په کال ۱۸۶۲ کې پرانیستل شوی وو او هلته هم بیول شوي وو.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons