Turkish Van Cat – ترکۍ وان پیشوګانې
د نیمه اوږدو وېښتو پیشوګانو کورنۍ نسل ده. د بدن له رنګ څخه یې نسل پېژندل کیږي. د بدن رنګ یې سپین خو په سر او لکۍ باندې د بل رنګ نښان یا خاپونه لري. وان نوم په اسیا کې ځینې نورو پیشوګانو ته هم کاریږي. اروپا ته یې نسل د صلیب جګړه مارو صلیبیانو د بېرته راتګ پر وخت له ځان سره راوړی. له اوبو سره مینه لري او په ترکیه کې د لامبو وهونکې پیشو نوم هم ورته اخیستل کیږي. غټه، فعاله او هوښیاره پیشو ده.
Comments
So empty here ... leave a comment!